کورپاڼه / خپلواک / برېنډن ټېلر: د شپږيزې په څېر سيالۍ ځوانانو ته ډېره پیاوړتيا وربخښي
برېنډن ټېلر

برېنډن ټېلر: د شپږيزې په څېر سيالۍ ځوانانو ته ډېره پیاوړتيا وربخښي

خپلواک وېبپاڼه (۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی برېنډن ټېلر چې سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ په بوست ساتونکو لوبډله کې ولوبېده. د بوست ساتونکو لوبډله د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړي پړاو کې له سياليو بهر شوه، چې ګلبدين نايب يې لوبډلمشر و. نوموړي سره د افغانستان کرکټ بورډ يوه مرکه کړې ده، چې دلته يې تاسې ته کټ مټ خپروو.

پوښتنه: که افغانستان ته د راتګ او په شپږيزه کرکټ ليګ سياليو کې د ګډون په اړه راته ووايئ؟

برېنډن ټېلر: رښتيا هم د شپږيزې کرکټ ليګ لوبې ډېرې په زړه پورې وې او د افغانستان کرکټ بورډ له مېلمه پالنې هم ډېره مننه کوم. له دغو لوبو مې ډېر خوند واخيست او دا زما لپاره له تجربې ډکې لوبې وې. دغه لس ورځې زما په ژوند کې له خوږو خاطرو ډکې ورځې وې او ښایسته لوبې مو وکړې.برېنډن ټېلر ۲

پوښتنه: شپږيزه لیګ څرنګه ارزوئ او څه فکر کوئ چې د لوبغاړو د روزنې او راڅرګندېدو په برخه کې څنګه ليګ دی؟

برېنډن ټېلر: فکر کوم په دغو لوبو کې ډېر استعدادونه شته چې ډګر ته په راتلو به يې افغان لوبډله لا پسې ډېره پياوړې شي او فکر نه کوم چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ پورې دې د څلورو کلونو په موده کې بلې لوبډلې دومره پرمختګ کړی وي، لکه افغان لوبډلې. نو حتی باور نه شې کولی چې په داسې ځای کې چې د نبي، راشد او مجيب په څېر استعدادونه وي، هلته دې نور داسې ستر استعدادونه هم موجود وي. ځکه دوی د ايي پي ايل په څېر ليګ کې هم د نورو لوبغاړو په پرتله ډېر ښه ځلېدلي. په همدې اساس فکر کوم چې افغان لوبډله په ډېر ښه حالت کې شتون لري او دغه هېواد د کرکټ لپاره لپاره ښه ځای دی او د شپږيزې په څېر سيالۍ دغو ځوانانو ته لا ډېره پیاوړتيا وربخښي.برېنډن ټېلر ۱

پوښتنه: په عموم کې تاسو له افغان لوبغاړو سره په شپږيزه ليګ کې لوبې وکړې، افغانستان کې د کرکټ جذبې په اړه راسره که خپل نظر شريک کړئ؟

برېنډن ټېلر: هو، فکر کوم د کرکټ جذبه له ټېسټ لوبو هم ډېره ښه حس کېدلی شي، چې افغان لوبډلې ډېر ښه پيل درلود او له دريو لوبو يې دوه وګټلې او يوازې له هندوستان يې بايللې. خو په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې تجربه هغه څه دي چې تاسو يې په ښه توګه درک کولی شئ. دغه راز په ټول هېواد کې د کرکټ جذبه تر سترګو کېږي او ټول لوبغاړي له کرکټ سره بې حده زياته مينه لري. همدا لامل دی چې افغان لوبغاړو د وخت په تېرېدو سره سترو لوبډلو ته ماتې ورکول پيل کړه او هندوستان کې يې هم ځينې لوبډلې ماتې کړې. چې دغه راز يې له اړوند لويې وچې بهر هم ځينې لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. په همدې بنسټ ورته او دوامداره سيالۍ لا ډېر استعدادونه روزلی شي او د لوبغاړو لپاره ډېرې ارزښتمنې دي.برېنډن ټېلر ۳

پوښتنه: افغانستان ته له راتګ مو څه ترلاسه کړي او که خاطره لرئ، راسره شريکه يې کړئ؟

برېنډن ټېلر: له ملګرتيا ډک چاپېريال و، دغه سيالۍ ډېرې زړه راښکونکې وې او په ډېره ښه توګه مو لوبو کې ګډون وکړ، بايد يادونه وکړم چې د افغانستان کرکټ بورډ ډېرې ښې سيالۍ پيل کړې او په ځانګړي ډول امنيت هم ډېر ښه و، هر څه راته له خاطرو ډک و، له سياليو مې ډېر خوند واخيست او هيله لرم چې بيا هم راشم او هر کال په دغو سياليو کې ګډون وکړم، او د سږ کال په پرتله پکې ښه وځلېږم، که څه هم موږ ډېر ښه لوبډله او تجربه لرونکي لوبغاړي درلودل، خو له بده مرغه چې له مخ ته تګ پاتې شو چې نورو لوبډلو ته د بريا هيله کوم.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …