کورپاڼه / بېلا بېل / ډونالډ ټرمپ: د افغانستان ټاکنې د امریکا د ټاکنو څخه ډېرې شفافې وې
ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ: د افغانستان ټاکنې د امریکا د ټاکنو څخه ډېرې شفافې وې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو سختې نیوکې کړې دي او په دغه ټاکنو کې بریالي نوماند جو بایډن ته يې د جعلي ولسمشر خطاب کړی دی.

ټرمپ تازه په یو ټویټ کې ویلي دي، چې په افغانستان کې دنده ترسره کوونکي یو امریکايي پوځي ورته وویل، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو څخه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ډېرې خوندي او شفافې وې.

نوموړي یو ځل بیا ويلي دي، چې په ټاکنو کې له هغه سره درغلي شوې ده، جعلي رايې اچول شوې دي او په پای کې يې د جعلي ولسمشر کلمه هم لیکلې ده.


د یادولو وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د رسمي اعلان نه مخکې خپل ځان د دویم ځل لپاره ولسمشر اعلان  کړی و، خو د امریکا ولسمشريزې ټاکنې دا ځل جو بایډن ګټلي دي او راتلونکی  ولسمشر دی.

ټرمپ که څه هم څو څو ځلې د ټاکنو د پایلو منلو څخه انکاري شوی و، خو د ځینو خلکو د پوهولو وروسته يې ويلي و، چې واک به جو بایډن ته وسپاري.

خو اوس یو ځل بیا نوموړي په ولسمشریزو ټاکنو او جو بایډن نیوکې کړې دي.

بل خوا بیا ټویټر د ډونالډ ټرمپ ټویټ ته لاندې یو لینک ورکړی دی او لیکلي يې دي، چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې شفافې او خوندي وي.

د یادولو وړ ده، چې د ټرمپ هر یو ټویټ ته د ټویټر له لوري لیکل کېږي، چې جو بایډن د امریکا راتلونکی ولسمشر دی او ورته چاره فېسبوک هم کوي.

د ټویټر ادارې په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلی و، چې د ټرمپ ولسمشریزه دوره چې پای ته ورسېږي، نو دوی به يې ټویټر اکاونت بند کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اې ټي ايم ماشين

د مصر يو ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو

په بيلجيم کې کارکوونکى يو مصري ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو، هغه …