کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې هره ورځ د بادرنګو د خوړلو حیرانوونکې ګټې
بادرنګ

د ژمي په موسم کې هره ورځ د بادرنګو د خوړلو حیرانوونکې ګټې

ویل کېږي چې بادرنګ په عموم کې د سلاد په ډول سره استعمالېږي، چې ډېری خلک یې په اوړي کې کاروي، خو که چېرته د ژمي په موسم کې وکارول شي، ډېر ګټور تمامېدلی شي. دغه راز بادرنګ د سلاد یو ضروري توکی دی، چې د کال په هر یو موسم کې په آسانۍ سره ترلاسه کېږي. نو راځئ چې نن یې د ګټو په اړه دا لیکنه ولولو.

بادرنګ د بدن لپاره ډېرې اوبه برابروي:

که څه هم د اوبو په وسیله د بدن بهرنۍ برخه پاکېږي، همدغسې دننه برخه یې هم پاکوي او اړین غذایي توکي ټول بدن ته رسوي. دغه راز پوستکی او بدن له سپوروالي ځنې ژغوري. دا چې بادرنګ له ۹۵ سلنه اوبو څخه جوړ دی، نو داسې یې وګڼئ چې تاسې په یو وخت کې هم بادرنګ خورئ او هم یې څښئ.

بادرنګ ټول غذایي توکي د بدن په برخه کوي:

ویل کېږي چې بادرنګ ډېره کمه کالوري لري، چې په یو برابر بادرنګ کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې کالوري وي. دغه راز فایبر، کاربس، پروټین، ویټامین سي، ویټامین کی، ویټامین کی، ویټامین بي، پوتاشیم، میګنیزیم، اوسپنه، زنک، رایبو فلوین او نور توکي لري.

وزن کموي:

له څېړنو ثابته شوې چې هغه خواړه یا مېوې چې ډېرې اوبه لري، د وزن په کمښت کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د ډېرو اوبو څښل هم د بدن کالوري سوځوي.

ذهني فشار کموي:

ویل کېږي چې د بادرنګو ویټامین بي ۱، ویټامین بي ۵، ویټامین بي ۷ د ذهني فشار په له منځه وړلو او د اغېزو په کمښت کې یې مرستندویه تمامېږي.

د شکر سطحه ټیټوي:

ویل کېږي چې د بادرنګو ویټامین سي، بیټا کیروټین او د میګنیزیم سربېره انټي اکساید هم لري، چې په وینه کې د کلیسټرولو او شکر کچه کموي.

د زړه لپاره:

ویل کېږي چې د بادرنګو پوتاشیم د زړه لپاره ګټور وي. دغه راز له عضلو، اعصابو او ګردو څخه وینه چاڼوي، چې په پایله کې زړه ته پاکه وینه رسېږي.

د ویښتانو او پوستکي لپاره:

د بادرنګو ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین کی، میګنیزیم، کاپر او پوتاشیم دفاعي سیستم ځواکمنوي، چې بیا د پوستکي او ویښتانو د ښکلا سبب کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …