کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان څو کلن شو؟
سلمان خان

سلمان خان څو کلن شو؟

د هندي سینما مشهور هنرمند سلمان خان نن د ۵۵ کلونو شو. هغه د هند په اندور ښار کې په ۱۹۶۵ کال کې د دسمبر په ۲۷مه نېټه د سلیم خان په کور کې زېږېدلی و.

سلمان خان چې په ۱۹۸۸ کال کې يې فلمونو کې اداکاري شروع کړې وه، نن د هندي سینما مخکښ اداکار تر څنګ د فلم جوړونکي او سندرغاړي په توګه هم پېژندل کېږي. نوموړي ډېر شمېر جایزې هم ترلاسه کړي دي.

کترينه کېف او سلمان خان

د سلمان خان  د کلیزې په ورځ د هندي فلمونو هنرمندې اروشي روټیلا په ټولنیزو رسنیو کې هغه ته مبارکي ورکړې او لیکلي يې دي، چې موږ ستا سره ډېره مینه کووو خدای دې اوږد عمر درکړي.

همدا راز د سلمان خان د مینه والو او د فلمي نړۍ خلکو سلمان خان ته مبارکۍ ورکوي.

سلمان خان

سلمان خان چې هر کال يې د کلیزې په ورځ د کور مخې ته مینه وال راغونډېږي، سږکال يې د کورونا له امله د خپل کور مخې ته یو پېغام لګولی او له مینه والو يې غوښتنه کړې چې مه راغونډېږئ. همدا راز دا يې هم لیکلي چې زه په کور کې یم.

سلمان خان او سليم خان

د یادولو وړ ده چې سلمان خان اوسمهال د انتم په نوم د نوي فلم ثبت ترسره کوي او ویل کېږي چې خپله ۵۵مه کلیزه به هم په ساده ډول د ثبت پر مهال ولمانځي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …