کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ په پاکستان ۴۳۱ منډې وکړې

نیوزیلېنډ په پاکستان ۴۳۱ منډې وکړې

د نیوزیلېنډ له لوري توپوهونکو ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۴۳۱ منډې ترلاسه کړې، چې کین ویلیمسن پکې سلیزه هم ووهله.

د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ نن د لومړۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ ده. د دې لوبې په پیل کې پاکستان پچه ګټلې وه او لومړی يې نیوزیلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

نیوزیلېنډ د لوبې په دویمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې کین ویلیمسن ۱۲۹، بي جی وټلینګ ۷۳، راس ټیلر ۷۰ او هینري نیکولاس ۵۶ منډې وکړې.

د پاکستان له اوري شاهین اپريدي ۴، یاسر شاه ۳، محمد عباس، فهیم اشرف او نسیم شاه ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادووو وړ ده چې پاکستان هم د لومړۍ پاڼۍ توپوهنه پیل کړې ده، چې تراوسه يې ۱۴ منۀې کړي، کومه ویکټ يې له لاسه نه ده ورکړې، شان مسعود او عابد علي توپوهنې ته ولاړ دي.

دا هم ولولئ

عربي اماراتو د ایرلېنډ لوبډلې ته په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د متحده عربي اماراتو او ایرلېنډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو په دریمه لوبه …