کورپاڼه / هنر او کلتور / د افغانستان د ښکلا سیالي نګاه سادات وګټله

د افغانستان د ښکلا سیالي نګاه سادات وګټله

په کابل کې د ۲۰۲۰ کال د اففغانستان د ښکلا سیالي تېره ورځ ترسره شوه، چې د نګاه سادات په نجلۍ دا سیالي وګټله او د افغانستان تر ټولو ښکلې نجلۍ ونومول شوه.

دا سیالي تېره شپه په کابل کې ترسره شوه، چې د مدلستان ادارې له لوري جوړه شوې وه.

د ۲۰۲۰ کال د ښکلا په دې سیالیو کې ۶۵ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه، چې په لومړي   پړاو کې ۲۰ تنه انتخاب شو، په دویم پړاو  کې ۱۰ تنه انتخاب شو او پایلوبې ته دوه تنه انتخاب شو، چې نګاه سادات دا سیالي وګټله.

نګاه سادات چې په افغاني کالي يې په غاړه و، د ۲۰۲۰ کال د تر ټولو ښکلې مودلې یا نجلۍ لقب یې ترلاسه کړ، همدا راز دویم کس ته هم مډال ورکړل شو.

نګاه سادات د دې سیالیو تر ګټلو وروسته وویل، چې ډېره خوشحاله ده چې د ښایسته مېرمن غوره شوه او هیله یې څرګنده کړه چې باید دا ډول فعالیتونه دوام وکړي.

د یادولو وړ ده چې په نوره نړۍ او هېوادونو کې هر کال د ښکلا سیالۍ ترسره کېږي، خو په افغانستان کې د دا ډول سیالیو سره خلک مخالفت هم ښکاره کوي.

پرون چې د دې سیالیو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ډېری خلکو پرې نیوکې کړې دي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …