کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ریهانی سلیزه، هند د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې وکړې

د ریهانی سلیزه، هند د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې وکړې

د اسټرالیا پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې هند ښه توپوهنه ترسره کړه او د لوبډلمشر اجینکی ریهانی د سلیزې پهه مټ  يې د ورځې تر پای پورې ۲۷۷ منډې وکړې.

په  لومړۍ پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې په ۱۹۵ منډو تر سوځولو وروسته د هند لوبډلې پرون توپوهنه پیل کړې وه، چې په پیل کې يې ماینک اګروال په صفر سوځېدلی و.

خو د دویمې ورځې تر پای پورې هند د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې وکړې، چې اجینکی ریهانی ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز شوبمن ګیل ۴۵ او رویندرا جډیجا ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټرالیا له لوري مچل سټارک  او پاټ کومنز ۲-۲ او  ناتن لیون ۱ ویکټ اخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې د لوبې په پیل کې اسټرالیا پچه ګټلې وه او توپوهنه يې غوره  کړې وه، چې په لومړۍ پاڼۍ  کې يې ۱۹۵ منډې کړې وې.

هند اوسمهال له اسټرالیا نه ۸۲ منډې مخکې دی او سبا به دد دریمې ورځې توپوهنه هم پیل کړي.

دا هم ولولئ

سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران بهترینه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې …