کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د افغانستان لپاره بل ویاړ خپل کړ
راشد خان ١

راشد خان د افغانستان لپاره بل ویاړ خپل کړ

د افغانستان لپاره یو بل ویاړ، راشد خان د ای سي سي د لسيزې په غوره لوبډله کې د نړۍ د نورو نامتو لوبغاړو تر څنګ ځای خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي تازه د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو لپاره غوره لوبډله انتخاب کړې ده، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان هم پکې ځای لري.

په دې لوبډله کې روهیت شرما، کریس ګیل، ارون فنچ، ویراټ کوهلي، اې بي ډیویلیرز، ګلین میکسویل، مهیندر سینګ دهوني، کیرون پولارډ، راشد خان، جسپریت بومرا او لاسیت ملینګا شامل دي.

د پاکستان ملي لوبډله چې د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله هم پاتې شوې ده، بیا يې هم د ای سي سي د لسیزې په غوره لوبډله کې کوم لوبغاړی نه دی انتخاب شوی، چې دې کار پاکستانیان سخت غصه کړي دي او په ای سي سي نیوکې کوي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان ای سي سي د کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله کې هم شامل کړی و.

همدا راز د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزې ته هم راشد خان د شل اوریزو لوبو لوبغاړو په برخه کې نوماند و، چې ښايي راتلونکو څو ورځو کې يې اعلان وشي.

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان د افغانستان هغه لوبغاړی دی، چې تر نورو ډېرې لوبې ترسره کوي، ځکه نوموړی د نړۍ په ټولو غوره او سترو تجارتي لیګونو کې لوبېږي.

افغانستان که څه هم سږکال يوازې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، خو یو شمېر ملي لوبغاړي بیا ټول کال په تجارتي لیګونو کې مصروفه دي

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز مينه والو ته پېغام لري + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى چې د ابوظهبي ټي …