کورپاڼه / خبرونه / د ای سي سي د لسیزې غوره لوبډلې؛ هېڅ پاکستانی پکې نشته، خو افغان لوبغاړي پکې ځای موندلی

د ای سي سي د لسیزې غوره لوبډلې؛ هېڅ پاکستانی پکې نشته، خو افغان لوبغاړي پکې ځای موندلی

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د لسیزې د غوره لوبډلو نوملړونه اعلان کړل، چې په پنځه واړه لوبډلو کې کوم پاکستانی لوبغاړی نشته، خو د افغانستان راشد خان بیا د شل اوریزو لوبډله کې ځای پېدا کړی دی.

د لسیزې شل اوریزه لوبډله کې روهیت شرما، کریس ګیل، ارون فنچ، ویراټ کوهلي، اې بي ډیویلیرز، ګلین میکسویل، مهیندر سینګ دهوني، کیرون پولارډ، راشد خان، جسپریت بومرا او لاسیت ملینګا شامل دي.

د ښځو د لسیزې شل اوریزو لوبډله کې الیسا هیلي (ویکټ ساتونکې)، سوفي دیوین، سوزي بیټس، میګ لانینګ (لوبډلمشره)، هرمنپریت کور، سټیفین ټیلر، دیاندرا ډوټین، الیس پیري، انیا شربسول، میګن شوټ او پونم یادو شاملې دي.

د نارینه و د یو ورځنیو لوبو د لسیزه په غوره لوبډله کې روهیت شرما، ډیویډ وارنر، ویراټ کوهلي، اې بي ډیویلیرز، شکیب الحسن، مهیندر سینګ دهوني (لوبډلمشر)، بین سټوکس، مچل سټارک، ټرینټ بولټ، عمران طاهر او لاسیت ملینګا شامل دي.

د ښځو د یو ورځنیو لوبو د لسیزې په غوره لوبډله کې بیا الیسا هیلي، سوزي بیټس، میتالي راج، میګ لانینګ (لوبډلمشره)، سټیفین ټیلر، سارا ټیلر (ویکټ ساتونکې)، الیس پیري، ډین ون نیکرک، جهولن ګوسوامي او انیسا محمد شاملې دي.

همدا راز د ټېسټ د لسیزې په غوره لوبډله کې الیسټر کوک، ډیویډ وارنر، کین ویلیمسن، ویراټ کوهلي (لوبډلمشر)، سټیو سمیت، کمار سنګاکارا (ویکټ ساتونکی)، بین سټوکس، ار اشوین، ډیل سټین، سټارټ بروډ او جیمز انډرسن شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان لوبډله چې په درې واړه بڼو کې ډېر ځل مخکښه لوبډله پاتې شوې ده، هېڅ نارینه یا ښځینه لوبغاړي يې د ای سي سي د لسیزې په غوره لوبډلو کې ځای نه دی پېدا کړی.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …