کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د ۴۶ نوماندانو نه ازموینه واخیسته، ایا مستحق کسان به غوره شي؟

کرکټ بورډ د ۴۶ نوماندانو نه ازموینه واخیسته، ایا مستحق کسان به غوره شي؟

د افغانستان کرکټ بورډ نن د پنځوو ولایتونو لپاره د غوره شویو نوماندانو څخه ازموینه واخیسته، چې د کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار او کندوز ولایتونو ته به د کرکټ د پرمختیا مدیر بستونو ته وټاکل شي.

کرکټ بورډ وايي، چې کوم غوښتنلیکونه ورته رالېږل شوي و، هغه کسانو کې ۴۶ نوماندان غوره شوي و، چې نن ترې په لیکلې بڼه ازموینه واخیستل شوه.

کرکټ بورډ وايي:  یاد کسان د اړوند بست لپاره د ټولو شرایطو له پوره کولو وروسته غوره شوي وو چې نن یې په بشپړ روڼ ډول په ازموینه کې ګډون وکړ او له منځه به یې د اړوندې لړۍ له تېرولو وروسته تکړه او غوره نوماندان وټاکل شي.

په راپور کې زیاته شوې، باید وویل شي چې له یادې ازموینې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس رحمت الله قریشي هم څارنه کوله او ټولو نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د یادو بستونو ټوله لړۍ به په ښه توګه پر مخ وړي او څارنه به ترې کوي او همدارنګه یې ورسره ژمنه وکړه چې مستحق کسان به یادو بستونو ته لاره ومومي.

همدا راز په راپور کې راغلي، د یادونې وړ ده چې نننۍ ازموینه د پخوانیو زونونو د مرکزي ولایتونو (کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار او کندوز) لپاره د کرکټ پرمختیایي مدیر بستونو لپاره واخیستل شوه.

د دغه ازموینې د پوښتنو هغه پاڼه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، چې کرکټ بورډ نن په ازموینه کې نوماندانو ته ورکړې وې. د کرکټ بورډ له لورې جوړو شویو پوښتنو باندې هم خلکو نیوکې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ په اړه تل دا نیوکې کېږي، چې خلکو د ګمارلو په برخه کې شفافیت نشته او پرته له کومې پروسې په واسطه او اړیکو کسان ګمارل کېږيو.

د کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په اړه دا هم ویل کېږي چې شاوخوا سل کسان يې په کرکټ بورډ کې په پیراشوټي ډول ګمارلي دي او ډېر مسلکي کسان يې لیرې کړي دي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …