کورپاڼه / بېلا بېل / دې جوړې د واده د ولور او مصارفو پېسې په بې وزله او غریبانو ووېشلې

دې جوړې د واده د ولور او مصارفو پېسې په بې وزله او غریبانو ووېشلې

په افغانستان کې په ودونو کې د بېځایه مصارفو او د لوړ ولور کیسې دود ګرځېدلی دی، خو داسې کسان هم پېدا کېږي، چې د بېځایه مصارفو پر ځای دا پېسې د ګټې په یو ځای کې کاروي.

اوس تازه یوې افغانې جوړې د واده په ورځ د ولور او د واده د نورو مصارفو پېسې په بې وزله او غریبانو خلکو باندې وېشلي دي.

د واده هلک یا زوم علي احمد امیري او ناوې ګل جان سمر چې تېره ورځ يې په دایکندي ولایت کې واده وکړ، خپل واده ته يې د مېلمنو او خپلوانو پر ځای غریب او بې وزله وربللي و.

د معلوماتو له مخې، دواړو زوم او ناوې د ولور او د واده د مصارفو پېسې د واده په ورځ په غریبو او بې وزله خلکو ووېشلې.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم یوې جوړې د خپل واده په مصارفو د ماشومانو لپاره یو ،ښونځی جوړ کړو.

د واده د هلک او ناوې دا ګام چې پېسې یې په غریبانو ویشلي دي، خلکو ډېر ستایلی دی او د ملا امامانو او د مشرانو نه یې غوښتنه کړې ده، چې خلک دې دا ډول کارونو ته تشویق کړي، چې له دې سره به د بېځایه مصارفو مخه ونیول شي او همدا راز د لوړو ولورونو مخه به هم ونیول شي او غریبو خلکو ته به یې خېر ورسېږي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …