کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بيګ باش: بريسبين هيټ لومړۍ بريا خپله کړه
مجيب الرحمان

بيګ باش: بريسبين هيټ لومړۍ بريا خپله کړه

د بريسبين هيټ لوبډلې له لوري ښه توپ اچونه او توپوهنه ترسره شوه، چې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته يې ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د بيګ باش ليګ ١٦مه لوبه د هوبارټ هوريکنز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې بريسبين هيټ پچه وګټله او لومړى يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډارسي شورټ ٢٧، جېمز فولکنر ٢٦ ناسوځېدلې او ټيم ډيويډ ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د بريسبين هيټ له لوري ليويس ګريګوري ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز مارک سټيکيټي ٢، مجيب الرحمان او جېک ويلدرموت ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٩ منډو هدف د بريسبين هيټ لوبډلې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو په ١٧.٢ اورونو کې پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير په بيګ باش کې لومړۍ بريا خپله کړه.

د دوى له لوري سام هيزليټ ٤٨، مېکس برينټ ٣١ او جېمز بېزلي هم ٣١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هوبارټ هوريکنز له لوري ډارسي شورټ ٣ او ريلي ميريډټ ٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ليويس ګريګوري ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې نن مجيب الرحمان په روان بيګ باش ليګ کې خپله لومړۍ ويکټ ترلاسه کړه او همدا راز بريسبين هيټ هم په څلورمه لوبه کې لومړۍ بريا ترلاسه کړه.

سبا د دسمبر په ٢٨مه نېټه به د بيګ باش ليګ ١٧مه لوبه د پرت سکارچرز او اډيليډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …