کورپاڼه / روغتيا / آیا د ویټامین سي له کمښت سره خو به مخ نه وئ؟

آیا د ویټامین سي له کمښت سره خو به مخ نه وئ؟

ویل کېږي کله چې بدن د ویټامین سي له کمښت سره مخ شي، چاغښت، د پوستکي سپوروالی او له ژامو څخه د وینې بهېدنه رامنځته کوي. د امریکا د (ایم ډي) ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، که چېرته مناسب خواړه وکارول شي، د بدن ویټامین سي ورسره پوره کېدلی شي.

ویل کېږي چې د بالغو ښځینه وو لپاره په ورځني ډول ۷۵ ګرامه ویټامین سي ته اړتیا وي، خو په سړو کې بیا دغه کچه ۹۰ ګرامو ته رسېږي. چې له نیمې پیالې مرچکو، یو خوراک برکولي یاهم د پیالې درې په څلور برخه سنګترې څخه ترلاسه کېدلی شي. د ویټامین سي ترلاسه کول ځکه اړین وي، چې بدن یې نه شي ذخیره کولی او نه یې هم پخپله تولیدولی شي.

د ویټامین سي د کمښت سببونه:

هغه کسان چې مناسب خواړه نه استعمالوي، بدن یې د ویټامین سۍ له کمښت سره مخ کېږي. دغه راز ناروغو او سګریټ څکوونکو کسانو ته پکار ده چې په ورځني ډول ۳۵ ګرامه ډېر ویټامین سي ترلاسه کړي.

زخم په ځنډ ښه کېدل:

کله چې یو څوک زخمي شي بدن یې ویټامین سي کموي. ویل کېږي چې د کولاجین په جوړولو کې ویټامین سي ته اړتیا لېدل کېږي، چې د پوستکي په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د وینې سپین کرویات هم د ویټامین په سبب جوړېږي.

له پوزې یا ژامې څخه د وینې بهېدل:

ویل کېږي چې د ویټامین سي په سبب د وینې رګونه قوت مومي او د کولاجین جوړول یې غاښونه او ژامې ښه او روغ ساتي.

د وزن ډېروالی:

له یوې څېړنې ثابته شوې چې د ویټامین سي او چاغښت ترمنځ ژوره اړیکه شتون لري. یعنې ویټامین د بدن اضافي وازده اوبه کوي او بدن ته ځواک ورکوي.

د پوستکي سپوروالی:

ویل کېږي چې د پوره ویټامین سي ترلاسه کول پوستکی تازه او نرم ساتي. کارپوهان وایي ددې وجه داده چې د ویټامین په سبب دفاعي سیستم ځواک ترلاسه کوي، چې بیا همدغه دفاعي سیستم د پوستکي ساتنه کوي.

ستړیا او پریشاني:

د یوې څېړنې له مخې ثابته شوه چې د ویټامین سي کمښت د ستړیا، پریشانۍ او ناهیلۍ سبب ګرځي.

د دفاعي سیستم کمزورتیا:

لکه څنګه چې ویټامین سي د دفاعي سیستم سره نیغ په نیغه اړیکه لري، نو په همدې علت یې کمښت د ډېرو ناروغیو د رامنځته کولو لامل هم ګرځي.

د نظر کمزوري کېدل:

که چېرته د کوم کس د سترګو نظر کمزوری شوي وي، ویټامین سي او انټي اکساید ورته ګټور تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول …