کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه لارښوونې چې ځیرک موبایلونه ښه او دوامداره کوي

هغه لارښوونې چې ځیرک موبایلونه ښه او دوامداره کوي

اوسني دور چې د تیکنالوژۍ دور دی، هر څوک پکې له موبایل څخه استفاده کوي، یعنې له موبایله پرته ژوند تقریباً ناممکن بریښي. که څه هم موبایل ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي، خو د ښه والي اړوند یې ځینې ستونزې هم شتون لري، چې دلته به یې د لارښوونو په اړه دا لیکنه ولولو.

د ځیرکو موبایلونو د ښه والي او دوام لپاره د ډیجیټل آلو جوړونکي وایي، چې د خپلو ځیرکو موبایلونو د میمورۍ په اندازه فایلونه یا ډیټا له ځان سره وساتئ. که چېرته مو په موبایل کې میموري کارډ وي، هڅه وکړئ چې د موبایل زیاته ډیټا پکې ځای کړئ، کنه نو موبایل به مو اغېزمن او خراب شي. دغه راز د موبایل له کارول وروسته یو ځل حتماً خپل موبایل ریسټارټ یعنې بند او چالان کړئ، چې په دې سره به مو د موبایل بې شمېر اپلیکیشنې بندې شي او ښه والي به پکې رامنځته شي، کنه نو ډېر ورو فعالیتونه به ترسره کړي.

د ډیجیټل آلو جوړونکې زیاتوي، چې همیشه د هغه شبکې انټرنیټ استعمال کړئ، چې سګنلې یې ښه وي، ورو سګنلې هم د موبایل د خرابېدو سبب کېدلی شي او هغه اپلیکیشنې پخپل موبایل کې وساتئ، چې کار ترې اخلئ. دغه راز هغه اپلیکشنې هم په نښه کړئ، چې ډېر پروسیس غواړي او هغه اپلیکیشنې مه انسټالوئ چې موبایل یې له ځانه لري یعنې غیر فعال یې کړئ. د جوړونکو د وینا له مخې چې موبایل تر ډېره چارچ ته مه ږدئ، کله یې چې شل سلنو ته چارچ راورسېد بیا یې چارچ ته کېږدئ، خو یاده دې وي تر هغې چې چارچ یې پوره شوی نه وي، مه یې استعمالوئ. بله خوا ځینې د موبایلونو کارکوونکي وایي، ددې لپاره چې د موبایل بیټري مو دوام وکړي، باید له ۲۰ سلنو څخه تر ۸۰ سلنه پورې چارچ وساتل ساتي. له ماشومانو یې لېرې وساتئ، د موبایل سکرین او باډي ته پوښ وکړئ، له لوېدلو یې وساتئ، په سکرین یې ډېرې ایکنې مه پرېږدئ او بلوتوت مو له کارولو پرته بند کړئ.

د ټیکنالوژۍ کارکوونکي وایي، چې هر څوک دې خپل ځیرک موبایل په اوونۍ کې یو ځل لږ تر لږه یوه دقیقه بند وساتي. دغه راز د ریسټارټ پرځای دې یو ځل حتماً بند کړل شي، چې په دې سره به یې په حافظه، بیټرۍ او په پروسیس کې ښه والی رامنځته شي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …