کورپاڼه / خبرونه / امام الحق له لوبو بهر او پاکستان ته به ولېږل شي

امام الحق له لوبو بهر او پاکستان ته به ولېږل شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې نیوزيلېنډ ته په سفر تللې، له پیله د ډېرو ستونزو سره مخ ده، چې اوس تازه امام الحق د سیالیو څخه بهر شو او پاکستان ته به نن یا سبا ولېږل شي.

د رسنیو د راپورونو په وینا، د پاکستان پیلیز توپوهونکی امام الحق د نیوزیلېنډ پر وړاندې له دویمې ټېسټ لوبې څخه هم بهر شو او ژر به بېرته پاکستان ته ولېږل شي.

امام الحق د تمریناتو پر مهال ګوته خوږ شوې وه، چې کومه لوبه يې ترسره نه کړای شوه.

بل خوا د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم هم د تمریناتو پر مهال ګوته ټپي شوې وه، چې نه يې په درې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ګډون وکړ او نه يې هم لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه واخیسته.

په راپورونو کې ویل شوي چې بابر اعظم د ډاکټرانو تر څار لاندې دی، خو لا يې هم په اړه دقیق معلومات نه دی ورکړل شوي، چې په دویمه ټېسټ لوبه کې به ولوبېږي او که نه.

بل خوا شاداب خان چې په شل اوریزو لوبو کې د پاکستان کپتان و، هم د ټېسټ لوبو څخه بهر شوی دی.

د یادولو وړ ده چې نیوزیلېنډ په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته په ۲-۱ ماتې ورکړې وه، همدا راز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه وکړه او ۴۳۱ منډې يې وکړې.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …