د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ای سی سي د لسیزې غوره لوبډله کې په راتلو ستایلی دی.
نن د کرکټ نړیوالې شورا د ټولو بڼو د لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې، چې راشد خان هم د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبډله کې ځای موندلی دی.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې نه د راشد خان په اړه يو پوسټ کړی دی او د هغه عکس يې هم خپور کړی.
نوموړي لیکلي:” د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان بریا دې ټولو ته مبارک وي.
د هېواد ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان د خپلو اتلولیو په لړ کې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبۀلې په نوملړ کې ځای خپل کړی. د کرکټ ملي لوبډلې په ځانګړي راشد خان تل هېوادوالو ته خوښۍ او ویاړونه ډالۍ کړي دي. د سولې دا سفیران دې ژوندۍ او ګړندۍ وي.”
له ډاکټر عبدالله عبدالله پرته هېوادوالو او د ملي لوبډلې لوبغاړو هم راشد خان ته د شل اوریزو لوبو د لسیزې په غوره لوبډله کې په راتګ مبارکۍ ورکړي دي.
د ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب هم د راشد خان په اړه یو ټویټ کړی دی او هغه ته يې مبارکي ورکړې ده. نوموړي راشد خان ته لیکلي دي چې ته د افغانستان رښتینی اتل یې، زه درباندې ویاړم.
Many Many Congregations My Brother you Are The Real Hero Of Afghanistan Proud Of You Bro @rashidkhan_19 🇦🇫🏏❤️👏👏👏 pic.twitter.com/WhfnQf2bVU
— Gulbadin Naib (@GbNaib) December 27, 2020