کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ: د ناپوهه او بې مسلکه لیډرشپ له لاسه مو نړیوالې لوبې نشته او لوبغاړي اقتصادي ستونزو سره مخ دي
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ: د ناپوهه او بې مسلکه لیډرشپ له لاسه مو نړیوالې لوبې نشته او لوبغاړي اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونک  شاپور ځدراڼ یو ځل بیا د کرکټ بورډ په مشرانو سختې نیوکې کړي دي. هغه وايي چچې د ناپوهه او بې مسلکه لیډرشپ له امله کړرنۍ او نړیوالې سیالۍ نشته او لوبغاړي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شاپور ځدراڼ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه یو اوږد پوسټ کړی دی او د کرکټ بورډ په مشرانو يې سختې نیوکې کړې دي.

هغه لیکلي: “لکه څرنګه چې تاسې ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان کرکټ مو له ډېرو تکلیفونو او خواریو سره تر دې حده راورسولو، چې نن موږ د کرکټ د دنیا کې ټېست هېواد یادېږو، چې زموږ وطن لپاره یو ستر افتخار دی. همېشه مو خپل وخت په کرکټ کې مصرف کړی او تل مو همدا فکر کړی چې زموږ د وطن بېرغ په دنیا کې ورپېږي، خو دا هر څه اوبو یوړو او کرکټ مو تباه شو.”

نوموړی مخکې لیکي: “نه یوازې دا چې شته لوبې مو دلاسه ورکړې، د کرکټ ناپوهه او بې مسلکه لیډرشپ له امله مو نه کورنی کرکټ شته او نه بین المللي، لوبغاړي مو اقتصادي ستونزو سره مخامخ او د مایوسۍ جال کې راګېر دي. ډېری لوبغاړو وطن پرېښود او نور يې د بېروزګارۍ او فقر سره په وطن کې شپې سبا کوي، خو خپله اینده تیاره ويني.”

شاپور ځدراڼ همدا راز مخکې لیکي: “ما تصمیم ونیولو چې دې لوبغاړو لپاره د عوایدو یوه ذریعه پېدا کړم او هم پټ استعدادونه راښکاره کړم، نو د میلیون جام سیالۍ د ترسره کولو اجازه مې له کرکټ بورډ څخه وغوښتله، چې د وخت سرپرست اجراییه رییس نظیم جار، ډومیسټک منیجر احسان عبید، کرکټ ډایریکټر رییس احمدزي او ورسره منتخبې کمېټۍ راته اجازه راکړه، نو چې چیرمېن خبر شو، نو د میلیون لیګ د بندولو امر يې وکړ، چې هیڅ قانوني دلیل ورسره نه و.”

هغه مخکې لیکي: “بار بار مې کوشش وکړ چې دا سیالۍ ترسره شي، خو اجازه يې رانکړه، دا موضوع مې له یو څو مطرح بورډ ممبرانو سره هم شریکه کړه او خبر مو کړل، خو متاسفانه چې هغوی ماته هیڅ ځواب رانکړ. زما دا هلې ځلې د دې باعث شوې چې کرکټ بورډ زما قرارداد هم فسخه کړ او له ټیم څخه يې وویستلم او ې کوم معاش مې پاتې و، هغه يې هم رانکړ.”

شاپور ځدراڼ د خپل پوسټ په پای کې له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې ده چې د کرکټ ژغورلو په اړه دې فکر وکړي او کرکټ دې له تباهۍ څخه وژغوري.

د یادولو وړ ده چې د فرهان یوسفزي کرکټ بورډ ته له راتګ وروسته د افغانستان ملي لوبډله د ای سي سي د ټېسټ درجه بندۍ څخه بهر شوه او د شل اوریزو لوبډلو درجه بندۍ کې له اووم څخه نهم مقام ته لاړه.

همدا راز له هېواد سره په دې یو نیم یا څه کم دوه کلونو کې سیالۍ نه دي برابرې شوي او د ایف ټي پي سیالۍ چې ای سي سي په ۲۰۱۸ کال کې پلان کړې وې، هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې یوازې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې له ایرلېنډ سره ترسره کړې دي او نورې هېڅ لوبې يې نه دي ترسره کړي او همدا راز شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ میاشت کې بیا له ایرلېنډ سره لوبې ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …