کورپاڼه / بېلا بېل / د ازبکستان سفارت دغه هېواد ته د افغانانو بې وېزې ورتګ خبر رد کړ

د ازبکستان سفارت دغه هېواد ته د افغانانو بې وېزې ورتګ خبر رد کړ

په کابل کې د ازبکستان سفارت هغه خبرونه رد کړل، چې ګني افغانانو ته يې دغه هېواد ته د وېزې پرته د ورتګ اجازت ورکړی دی.

تېره ورځ ډېرو رسنیو دا راپور خپور کړی و، چې ازبکستان د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه افغانانو ته د وېزې شرط ختموي او پرته د وېزې ترلاسه کولو به افغانان ازبکستان ته سفر وکولای شي او هلته به د ۱۵ ورځو لپاره پاتې شي.

خو تازه په دې تړاو په کابل کې د ازبکستان سفارت یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او دا خبر يې رد کړی دی.

دوی په خپله خبرپاڼه کې لیکلي دي، چې داسې خبرونه خپاره شوي، چې د نوي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ازبکستان ته پرته د وېزې تګ اجازه ورکول کېږي او هلته به ۱۵ ورځې د تېرولو اجازه وي، بې بنسټه خبر دی او حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې موږ یوازې د سوداګرو لپاره یو پلان لرو، چې هغه افغان سوداګر چې د ازبکستان د سوداګرۍ جواز ولري، هغوی ته یوازې په ازبکشتان کې د مرزي ولایت د سرخان سیمې پورې پرته د وېزې د تګ اجازه ورکوو، تر څو په سوداګرۍ کې ورته اسانتیا رامنځته شي، خو دا هم تراوسه پورې رسمي شوې نه ده.

د یادولو وړ ده چې د ازبکستان د ۱۵ ورځو لپاره د وېزې پرته تګ باندې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو خوشحالي څرګنده کړې وه، خو د ازبکستان سفارت يې هغه خوشحالي بېرته ورختمه کړه.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …