کورپاڼه / روغتيا / د امیندوارو میرمنو لپاره هغه خواړه چې ماشوم ورسره ځیرک یا هوښیارېږي

د امیندوارو میرمنو لپاره هغه خواړه چې ماشوم ورسره ځیرک یا هوښیارېږي

ویل کېږي ددې لپاره چې امیندوارې میرمنې یو ښه، صحت مند او ځیرګ ماشوم وزېږوي، باید له ځانګړو او مناسبو خوړو څخه ګټه پورته کړي. د متحده ایالاتو د یو ویب سایټ د راپور له مخې د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې امیندوارې میرمنې مخکې له دې چې ماشوم وزېږوي، باید پخپلو خوړو کې مثبت بدلونونو راولي او هغه سابه او مېوې دې استعمال کړي، چې په زیاته اندازه ویټامینونه او منرالونه لري. دغه راز له کلسیم او پروټین څخه ډکې شېدې او د شېدو څخه جوړېدونکي توکي، دال، سره او سپینه غوښه او کبان ډېر وکاروئ.

ډېرې اوبه:

ویل کېږي چې ډېرې اوبه څښل د وینې لوړ فشار برابر ساتي، د معدې ستونزې حلوي او د ګردو اړوند مسایل له منځه وړي او د بدن څخه زهرجن توکي خارجوي.

د امیندوارو میرمنو لپاره کوم ویټامین اړین وي:

ویل کېږي چې ویټامینونه د امیندوارو میرمنو لپاره ډېر اړین وي. که چېرته امیندوارې میرمنې په مناسبه اندازه ویټامینونه ترلاسه کړي، نو هم به یې خپلې روغتیا او هم به یې د ماشوم لپاره ګټور وي. نو باید امیندوارې میرمنې فولک اسید، پینټوتینک اسید، ریبو فلیوین بي ۲، تایمین بي ۱، ویټامین ای، ویټامین بي ۶، ویټامین بي ۱۲، ویټامین سي او ویټامین ډي په مناسبه توګه لاسته راوړي.

د امیندوارو میرمنو لپاره کوم منرالونه اړین وي؟

کله چې میرمنې په دې پوهې شي، چې امیندوارې شوي دي باید پخپلو خوړو کې کلسیم، ایوډین، اوسپنه، میګنیزیم، کرومیم، کوپر، زنک، پوتاشیم او پوتاشیم شامل کړي

امیندوارې میرمنې باید کوم توکي استعمال نه کړي؟

امیندوارې میرمنې باید له سګریټ، یخ څښاک، کافین، له بازاري توکو او له ذهني فشار څخه ځان وساتي. ویل کېږي چې د کافینو استعمال د ماشوم له وخته مخکې د زېږېدو خطر ډېروي. دغه راز له ډاکتر پرته د درملو استعمال مه کوئ.

ددې لپاره چې ماشوم مو هوښیار، ځیرک او صحت مند وي لاندې خواړه استعمال کړئ:

  • په اوونۍ کې دوه ځلې د کبانو استعمال
  • سابه لکه پالک، دال، بانجان، لوبیا او نور
  • بادام او نورې وچې مېوې.
  • هګۍ
  • شېدې او پنیر
Loading...

دا هم ولولئ

نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور …