کورپاڼه / روغتيا / ايا له ډوډۍ خوړلو وروسته اوبه څښل تاوان لري؟

ايا له ډوډۍ خوړلو وروسته اوبه څښل تاوان لري؟

تاسې به هم ډېر اورېدلي وي، چې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته يا د ډوډۍ په منځ کې اوبه څښل نه دي پکار، ځکه چې د دې سره ستاسې هاضمه اغېزمنېږي.

يا بيا بدن په سمه توګه غذا نه شي جذبېږي، يا مو خېټه پړسېږي.

خو روغتياپالان په دې اړه څه وايي، چې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته يا د ډوډۍ په منځ کې اوبه څښل تاواني دي او که نه؟ دلته يې ولولئ.

لومړۍ خبره خو دا ده چې د ډوډۍ څخه وروسته يا د ډوډۍ په منځ کې د اوبو څښلو تاوانونو په اړه ټول معلومات سم نه دي.

د بدن لپاره نه يوازې دا چې اوبه ګټورې دي، بلکې د ډوډۍ څخه مخکې يا وروسته اوبه څښل د هاضمې سيسټم هم ښه کوي.

روغتياپالان وايي، چې له ډوډۍ څخه مخکې، په منځ کې يا هم وروسته د اوبو څښل تاوان نه لري، خو که چېرته تاسې ډېره ډوډۍ خوړلي وي او بيا د اوبو څښلو هڅه وکړئ، نو ښايي يو چېلنج درته وي، ځکه په داسې کولو سره خواړه له هضم يا جذب څخه پرته تېرېداى شي.

روغتياپالان همدا راز وايي، چې په مړه خېټه له ډوډۍ خوړلو وروسته د يخو اوبو څښلو څخه حتماً ډډه وکړئ، ځکه چې يخې اوبه يا نور يخ څښاک ستاسې د خواړو د هضم سيسټم کمزورى کولى شي.

دوى زياتوي، چې له ډوډۍ خوړلو وروسته ساده اوبه څښلى شئ، خو په ډېره کچه نه، ځکه که ډېرې اوبه وڅښئ نو خېټه مو هم پړسېدى شي، يو يا نيم ګيلاس اوبه ډېرې دي.

د امريکا د مايو کلينيک په وېنا، اوبه د معدې ايسيډ کم يا د هاضمې سيسټم نه متاثره کوي، په اصل کې د ډوډۍ په منځ يا وروسته اوبه څښل هاضمه ښه کوي، ځکه د خواړو د جذبولو په برخه کې ورته اسانتيا رامنځته کېږي، همدا راز اوبه مو له قبض څخه هم ژغوري.

يعنې د اوبو څښل ستاسې د هاضمې سيسټم ته ګټه رسوي، خو د ډېرې ډوډۍ خوړلو وروسته بايد په کمه کچه اوبه وڅښل شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …