کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ د نامسلکیتوب او نا اهلۍ ستره بېلګه، د خوست اکاډمي له کلونو راهیسې ورانه پرته ده

د کرکټ بورډ د نامسلکیتوب او نا اهلۍ ستره بېلګه، د خوست اکاډمي له کلونو راهیسې ورانه پرته ده

د افغانستان کرکټ بورډ د نامسلکیتوب او نا اهلۍ ستره بېلګه دا ده چې په خوست کې د اته کاله مخکې جوړه شوې اکاډمي  په وران حالت کې پرته ده  لوبغاړي پکې ټپي کېږي، خو کرکټ بورډ يې هېڅ په کیسه کې نه دی.

د خوست یو خبریال بهار سمسور  د خوست اکاډمۍ په اړه معلومات خپاره کړي دي او دا يې هم ویلي دي چې د کرکټ سرپرست اجراییه رییس ته يې د دې اکاډمۍ عکسونه هم وروړي و، خو تراوسه پورې هېڅ  پام ورته نه دی شوی.

دا اکاډمي ۸  کاله مخکې د نسیم دانش د ریاست پر مهال جوړه شوې وه، تر نن ورځې پورې پکې هماغه خاوره پرته ده او لوبغاړي هم پکې ټپيان کېږي.

د بهار سمسور په خبره، جالونه پکې هماغه د جوړېدو په وخت لګول شوي او تراوسه هماغه جالونه دي، يو وخت پکې د سيمټي ويکټو تر څنګ د خاورې\ټرپ ويکټې وې او هم ربړين (ويشتنځاى) و چې سلو سپين توپ اچونکو به په جلا او چټکو هغو به په خپل جلا نېټ کې تمرينات کول، خو نن لکه د مرکزي (کرکټ بورډ) ګمارنې هر څوک چې توپ لاس ته ورغى، نو يې ګزاروي.

نوموړى وايي، چې په مرکز کې يې د هغه وخت سرپرست اجراييه رييس نظيم جار عبدالرحيمزي سره هم دا ستونزه شريکه کړې وه او د اکاډمۍ عکسونه يې هم ورته ښودلي و، خو تر ننه هېڅ هم ونه شو.

نوموړى همدا راز وايي، چې اکاډمي تش په نوم يو، دوه ان درې انچارز لري، معاش اخلي، له ناپېژانده او غريب لوبغاړي فيس اخلي او خپل، واسطيان پکې په سرو سترګو د خپل سيشن اضافي چې څه وخت وغواړي تمرين کوي.

د يادولو وړ ده چې په ننګرهار کې هم کرکټ بورډ په يو لوبغالي بيا کار پيل کړى و، چې د شهيد نجيب ترکى په نوم شوى دى، خو اوس يې کارونه بيا ځنډېدلي دي، دا لوبغالى له کلونو راهيسې تراوسه پورې جوړ نه شو. همدا راز په نورو ولايتونو کې هم حالت تر دې ښه نه دى.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د ورزش تازه ويډيوګانې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ټولنيزو رسنيو کې …