د مدلستان په نوم ادارې اعلان کړی دی، چې د ۵۰ موډلانو ترمنځ د دویم پړاو د موډلنګ سیالي یو ځل بیا په کابل کې ترسره کړي.
تېره ورځ په کابل کې د موډلنګ یا ښکلا سیالۍ ترسره شوې وې، چې ویل کېږي ۴۶ موډلانو پکې برخه اخیستې وه، ې لومړی شل، بیا ۱۰ او په اخر کې د دوه موډلانو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې نګاه سادات دا سیالي وګټله او د ۲۰۲۰ کال د ښایسته مېرمن لقب يې خپل کړ.
د موډلنګ د دې سیالیو د عکسونو خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پرې د خلکو له لوري سختې نیوکې وشوې او دا کار يې د افغانیت او اسلامیت خلاف وګاڼه.
خو د مدلستان په نوم ادارې چې دا د موډلنګ یا ښکلا سیالي يې برابره کړې وه، تازه یو ځل بیا اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۰ کال د موډلنګ سیالیو دویمه برخه به ترسره کړي.
دوی لیکلي دي، چې په دویم پړاو د موډلنګ سیالیو کې به ۵۰ موډلان برخه واخلي، چې د موډلانو څخه يې د نوملیکنې غوښتنه هم کړې ده.
دوی دا نه دي ويلي، چې د موډلنګ دا دویم پړاو سیالي به په کومه نېټه او چېرته ترسره کوي.
د یادولو وړ ده چې د مدلستان له لوري ترسره شوې د موډلنګ سیالیو باندې اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې روانې دي ااو خلکو له دې کار سره مخالفت ښکاره کړی دی.