کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نیوزیلېنډ د ۴۳۱ منډو په ځواب کې پاکستان ۲۳۹ منډې وکړې

د نیوزیلېنډ د ۴۳۱ منډو په ځواب کې پاکستان ۲۳۹ منډې وکړې

پاکستان د نیوزیلېنډ د ۴۳۱ منډو په ځواب کې ۲۳۹ منډې وکړې او تر نیوزیلېنډ ۱۹۲ منډې يې په لومړۍ پاڼۍ کې کمې کړي دي.

د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، چې لومړی د نیوزیلېنډ لوبډلې توپوهنه وکړه.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د دریمې ورځې تر پای پورې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې فهیم اشرف ۹۱ او محمد رضوان ۷۱ منډې وکړې.

همدا راز شان مسعود په ۱۰، عابد علي په ۲۵، محمد عباس په ۵ او اظهر علي هم په ۵ منډو وسوځېدل.

د نیوزیلېنډ له لوري کیلي جېمیسون ۳، ټیم ساوټي، ټرینټ بولټ او نیل واګنر ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې د کین ویلیمسن د ۱۲۹ منډو په مټ ۴۳۱ منډې کړې وې، چې پاکستان ترې اوس ۱۹۲ منډې شاته پاتې دی.

د لوبې په څلورمه ورځ به نیوزیلېنډ دویمه پاڼۍ توپوهنه پیل کړي، ځکه پاکستان د فالو آن څخه بچ شو. نیوزیلېنډ به سبا د پاکستان لوبډلې ته هدف ټاکي.

دا هم ولولئ

پاکستان د هند پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

د بابر اعظم او محمد رضوان د سترې ملګرتیا پرمټ پاکستان کرکټ لوبډلې د هند …