کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند ۳۲۶ او اسټرالیا ۱۹۵ او ۱۳۳ منډې کړي

هند ۳۲۶ او اسټرالیا ۱۹۵ او ۱۳۳ منډې کړي

په دویمه ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ډېره ښه نه ده ځلېدلې او په دویمه پاڼۍ کې يې تر دې مهاله پورې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې کړې دي.

د هند او اسټرالیا ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د دسمبر په ۲۶مه نېټه په میلبورن کې پیل شوې، چې اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه.

د اسټرالیا د ۱۹۵ منډو په ځواب کې هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۶ منډې وکړې او اوس اسټرالیا دویمه پاڼۍ ترسره کوي.

د دریمې ورځې تر پای پورې اسټرالیا د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې کړې دي، چې له ډلې يې میتیو ویډ ۴۰ او مارنوس لابوشین ۲۸ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز کیمرون ګرین په ۱۷ او پاټ کومنز په ۱۵ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

د هند له لوري رویندرا جډیجا ۲، جسپریت بومرا، امیش یادو، محمد سراج او روي چندرن اشوین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې اسټرالیا اوس یوازې ۲ منډې مخکې دی او ۴ ویکټې لري، چې هند ته به هدف ټاکي.

دا هم ولولئ

انګلستان د نېوزیلېنډ لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه

د انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ په تمریناتي یا وارم اپ لوبه کې انګلستان لوبډلې …