ویل کېږي چې د بدن دفاعي سیستم یو داسې ځواکمن سیستم دی، چې د ناروغیو او میکروبونو څخه مخنیوی کوي. خو ځینې داسې لاملونه هم په ګوته شوي، چې د ذکر شوي سیستم د کمزورتیا سبب کېږي او له دغو لاملونو څخه یو یې د غیر رغتیایي خوړو استعمال او د ژوند طرز، طریقه ده، چې دفاعي سیستم ته زیان رسوي، خو ځینې داسې غذایي توکي هم شته چې د یاد شوي سیستم ځواک ډېرولی شي، چې د کېنو مېوه یې د ژمي په موسم کې لومړی ځای لري.
کېنو چې په عام ډول د ژمي په موسم کې ترلاسه کېږي، د بدن لپاره ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري. دغه راز د کېنو جوس هم له هغه څښاک څخه دي، چې د ناشتې پرمهال استعمالېږي او د ګڼو غذایي توکو څخه ډک څښاک دي، چې د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي. نو راځئ چې نن ورځ د کېنو د جوسو د ګټو په اړه دا لېکنه ولولو.
دفاعي سیستم ځواکمنوي:
ویل کېږي چې د کېنو جوس په ډېره زیاته اندازه ویټامین سي لري، چې د دفاعي سیستم په قوت او د موسمي ناروغیو څخه په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.
پوستکی ښکلی کوي:
ویل کېږي چې د کېنو په جوسو کې د انټي اکساید او ویټامین سي شتون د پوستکي د ښکلا سبب کېږي، ګونځي یې له منځه وړي او د ځوانکو مخنیوی کوي.
هډوکي ځواکمنوي:
په کېنو کې په طبیعي ډول کلسیم شتون لري، چې د هډوکو د قوت سبب کېږي. نو ددې لپاره چې هډوکي مو ځواکمن وي، باید د کېنو جوس استعمال کړئ.
د ګردو د تیږو درد ختموي کوي:
ویل کېږي چې کېنو په زیاته اندازه سایټریټ لري، یعنې د کېنو د جوسو استعمال د کلسیم اکسلیټ د تیږو مخنیوی کوي او د ګردو درد له منځه وړي.
وزن کموي:
ویل کېږي چې د کېنو جوس بیخي کمه کالوري لري، نو د جوسو په څښلو به یې تر ډېره د لوږې احساس نه کوئ او په همدې ډول به مو وزن کم شي.