کورپاڼه / روغتيا / د ملا درد ولې رامنځته کېږي؟ په دې ډول ترې ځان وژغورئ

د ملا درد ولې رامنځته کېږي؟ په دې ډول ترې ځان وژغورئ

ویل کېږي چې د انسان د پیدایښت سره سم له درد، تکلیف او ناروغیو سره مخ وي. دغه راز د ملا درد هم هغه درد دی، چې له یوه عام انسان څخه نېولې، ان یو پهلوان کس یې هم نه شي زغملی او په ناسته، پاسته او تګ راتګ کې له ستونزې سره مخ کېږي. خو ډېری وخت هغه کسان د ملا له درد څخه ځورېږي، چې تر ډېره پورې پر چوکۍ د ناستې عادت لري دغه راز هغه کسان هم له ورته ستونزې سره مخ وي، چې د یورک اسید اندازه یې ډېره وي او هغه کسان هم د ملا له درد څخه کړېږي چې د ملا د تیر په مهرو کې یې فاصله رامنځه شي. بله خوا د ګردو یا پښتورګو ناروغان، چې ګردې یې تیږي ولري یاهم سوخت ولري، د ملا په درد اخته کېدلی شي.

یاده دې وي هغه نارینه چې احتلام ولري او هغه ښځینه چې د لیکوریا او د حیض د بندېدو ناروغي ولري هم د ملا په درد اخته کېږي او هغه کسان چې خراب او نا مناسبه خوراکي توکي استعمالوي، د ملا له درد سره مخامخ کېږي. سربېره پردې د قبض ناروغان هم د ملا له درد څخه کړېدلی شي او د ملا د تیر د مهرویو ازادېدل هم ذکر شوې ستونزه رامنځته کولی شي.

هغه کسان چې د ملا له درد څخه په عذاب وي، له غوښې، ورېژو، غوړ لرونکي خواړه، یخ څښاک، بازاري خوراکونو، مټر، دالو، بانجانو، سابو، لوبیا او له نورو بادي شیانو څخه دې ډډه وکړي. دغه راز د تروشو او د ژر نه هضمېدونکو توکو څخه دې لاسه واخلي.

ددې لپاره چې د ملا له درد څخه ارامه ترلاسه کړو، باید هغه ځای چې درد لري، ټکور ورکړو، په ورځني ډول لږ غوندې ورزش وکړو او یوه ډاکتر ته مراجعه وکړو.

  • د نرم بستر پرځای سخت بستر استعمال کړو.
  • په زینو د ختلو هڅه مه کوئ.
  • د ناستې پرمهال ځانته بالښت کېږدئ.
  • ډېر وزن مه پورته کوئ.
  • اوه دانې انځر او چارمغزو وکاروئ.

که چېرته مو د ملا درد د قبض په سبب وي، نو ګل قند ورته ګټور تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …