کورپاڼه / خبرونه / د ای سي سي د لسیزې غوره لوبغاړو جایزې ویراټ کوهلي، راشد خان، سټیو سمیت، الیس پیري او مهیندر سینګ دهوني ترلاسه کړې

د ای سي سي د لسیزې غوره لوبغاړو جایزې ویراټ کوهلي، راشد خان، سټیو سمیت، الیس پیري او مهیندر سینګ دهوني ترلاسه کړې

د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزې د غوره لوبغاړو جایزې اعلان کړې، چې په بېلا بېلو برخو کې بېلا بېلو لوبغاړو دا جایزې ګټلي دي. د ښځو کرکټ په برخه کې الیس پیري ۳ او ویراټ کوهلي بیا دوه جایزې

د یو ورځنیو لوبو د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د هند ملي لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي ترلاسه کړه.


د شل اوریزو لوبو د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان ترلاسه کړه.


د ټېسټ لوبو د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د اسټرالیا مخکښ توپوهونکي سټیو سمیت ترلاسه کړه.


د هند ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي دویمه جایزه هم ترلاسه کړه. نوموړی د تېرې لسيزې غوره کرکټر هم ونومول شو چې د سر ګارفیلډ سوبرز اېوارډ يې هم ترلاسه کړ.


د هند ملي لوبډلې پخواني کپتان، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي مهیندر سینګ دهوني بیا د کرکټ spirit جایزه ترلاسه کړه. چې دا هم د لسیزې غوره جایزه ده.


د اسټرالیا ښځینه لوبډلې الراونډرې الیس پیري بیا درې جایزې ترلاسه کړې. نوموړې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره جایزه، د یو ورځنیو لوبو د لسیزې غوره جایزه او د تېرې لسیزې د غوره ښځینه کرکټرې جایزه هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …