کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اډیلیډ سټرایکرز دریمه بریا خپله کړه، راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو

اډیلیډ سټرایکرز دریمه بریا خپله کړه، راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو

راشد خان نن د اډیلیډ سټرایکرز لپاره په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده، چې لوبډلې يې دریمه بریا خپله کړه اږ راشد خان د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د بیګ باش لیګ ۱۷مه لوبه د ایډیلیډ سټرایکرز او پرت سکارچرز ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سکارچرز پچه وګټله لومړی يې سټرایکرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډیلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې پیل سالټ ۵۱ او راشد خان ۲۹ منډې وکړې.

د پرت سکارچرز له لوري جهي ریچارډسن ۳، انډریو ټای او مچل مارش ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۶۶ منډو هدف په تعقیب د پرت سکارچرز لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵.۲ اورونو کې وسوځېدل او ۹۴ منډې يې وکړې، چې د ۷۱ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د دوی له لوري لیام لیوینګسټون ۲۲ او جېسن رای ۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د اډیلیډ سټرایکرز له لوري راشد خان، ویس اګر، ډیني بریګس، پیټر سیډل او ډینیل اورال ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

راشد خان نن په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبو په بریا سره اډیلیډ سټرایکرز د ۱۳ نومرو سره د جدول سر ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې نن راشد خان د ای سي سي د شل اوریزو لوبو د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده، چې نن د هغه لپاره ډېره د ویاړ ورځ ده.

دا هم ولولئ

د پریتوي شاو زبردسته توپوهنه، ډیلي له کلکتې نه لوبه وګټله

د ډیلي کاپیټلز لپاره پریتوي شاو زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې د کلکته نایټ رایډرز …