د هندي سينما مشهور هنرمند عرفان خان چې د روان کال د اپريل په ٢٩مه نېټه له دې نړۍ څخه وکوچېده، اخري فلم (دي سانګ اف سکورپينز) به يې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې شي.
د هندي فلمونو يو کره کتونکي ترن ادرش د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.
هغه په ټويټر کې يوه کوچنۍ ويډيو خپره کړې ده او ويلي يې دي، چې د عرفان خان وروستى فلم (دي سانګ اف سکورپينز) به په ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې شي.
IRRFAN’S LAST MOVIE… #Irrfan‘s last film – #TheSongOfScorpions – to release in 2021… Directed by Anup Singh… Presented by Panorama Spotlight and 70mm Talkies. pic.twitter.com/RHJzxNYbXl
— taran adarsh (@taran_adarsh) December 28, 2020
د نوموړي په وېنا، د عرفان خان د وروستي فلم لارښود انوپ سينګ دى او په دې فلم کې عرفان خان د اوښانو د يوه سوداګر کردار لوبولى و.
تر دې مخکې د عرفان خان زوى بابيل په انسټاګرام کې د خپل پلار د وروستي فلم (دي سانګ اف سکورپينز) يو عکس هم خپور کړى و. هغه له دې عکس سره ليکلي و، چې زما پلار له باران سره ډېر خاصه مينه درلوده چې هغه يې په لفظونو کې نه شي ليکلى.
View this post on Instagram
د يادولو وړ ده چې د هندي سينما دا مخکښ هنرمند د ٢٠٢٠ کال د اپريل په ٢٩مه نېټه د ناروغۍ له امله د ٥٣ کلونو په عمر کې ومړ. له هغه څخه يوه مېرمن او دوه زامن ايان او بابيل پاتې شو.