کورپاڼه / خبرونه / ولسمشر غني: راشد خان د نوي افغانستان استازى دى
راشد خان او اشرف غني

ولسمشر غني: راشد خان د نوي افغانستان استازى دى

ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان ته د اى سي سي له لوري د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ګټلو مبارکي ورکړې ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ولسمشر غني وويل: ((په ډېر وياړ خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړى او د نړۍ په کچه د کرکټ منل شوى ستورى راشد خان د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د لسيزې غوره لوبغاړى ټاکل شوى دى.))

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له لوري زياته شوې: ((راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.))

ولسمشر غني همدا راز وايي: ((زه باور لرم چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې همداسې په مسوولیت مخ ته ځي او په خپلو لاس ته راوړنو او اتلولیو به د خپل ملت سترګې روښانوي.))

په پاى کې ليکي: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب راشد خان ته ددې ستر ویاړ مبارکي وایم او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته کوم. تر څنګ يې یو ځل بیا ژمنه کوم چې ځوانان به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې سترې سرمایې په توګه زموږ په لومړیتوبونو کې ځای ولري.))

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …