کورپاڼه / خبرونه / د هند کرکټ بورډ نه ٢٠٢٠ کال کې تر ټولو زياتې پېسې ويراټ کوهلي نه، بلکې يو بل لوبغاړي اخيستي
ويراټ کوهلي

د هند کرکټ بورډ نه ٢٠٢٠ کال کې تر ټولو زياتې پېسې ويراټ کوهلي نه، بلکې يو بل لوبغاړي اخيستي

په ٢٠٢٠ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو زياتې پېسې ويراټ کوهلي نه، بلکې توپ اچونکي جسپريت بومرا له هند کرکټ بورډ څخه ترلاسه کړي دي.

که چېرته هند د اسټراليا سره دويمه ټېسټ لوبه ترسره کړې واى، نو بيا به يې تر ټولو زياتې پېسې ترلاسه کړې وې، خو سږکال جسپريت بومرا د لوبو د فيس په بدل کې ١.٣٨ کروړه روپۍ اخيستي دي.

ويراټ کوهلي او جسپريت بومرا دواړه د هند کرکټ بورډ سره د اې پلس قرارداد لري.

جسپريت بومرا

جسپريت بومرا سږکال د هند لپاره ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړې، همدا راز نوموړي ٩ نړيوالې يو ورځنۍ او اته نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې.

يو هندي لوبغاړي ته د ټېسټ لوبې په بدل کې يو نيم ميليون، د نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په بدل کې ٦٠٠ زره او د نړيوالې شل اوريزې لوبې په بدل کې ٣٠٠ زره روپۍ ورکول کېږي.

بومرا چې د هند کرکټ بورډ ورسره په ٢٠٢٠ کال کې د ٧ کروړه يا ٧٠ ميليونه هندي روپيو په بدل کې قرارداد کړى و، تر څنګ يې ١.٣٨ کروړه روپۍ د لوبو د فيس په برخه کې هم ترلاسه کړې، همدا راز ويراټ کوهلي هم ٧ کروړه يا ٧٠ ميليونه روپۍ قرارداد کړى و او د لوبو د فيس په برخه کې يې ١.٢٩ کروړه روپۍ واخيستې.

رويندرا جډيجا بيا په ګرېډ اې برخه کې د هند کرکټ بورډ سره قرارداد درلود، چې ٥ کروړه يا ٥٠ ميليونه روپۍ وې، همدا راز ٩.٦ ميليونه روپۍ يې سږکال د لوبو د فيسونو په بدل کې واخيستې او د هند دريم لوبغاړى دى چې د هند کرکټ بورډ څخه يې د لوبو د فيس په برخه کې زياتې پېسې واخيستې.

د لوبو د فيس په برخه کې بيا په څلورمه برخه کې روهيت شرما دى، چې هغه سږکال کمې لوبې کړې دي او يوازې ٣ ميليونه روپۍ يې د لوبو د فيسونو په بدل کې اخيستي دي، خو هغه بيا د هند کرکټ بورډ سره د ګرېډ اې پلس قرارداد درلود.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …