کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کورنۍ چې په لاسونو کرښې نه لري، قسمت يې هم ترې خپه شوى
لاسونه

هغه کورنۍ چې په لاسونو کرښې نه لري، قسمت يې هم ترې خپه شوى

په بنګله دېش کې نن سبا يوه داسې کورنۍ د پام وړ ګرځېدلې ده، چې د کورنۍ هېڅ غړى يې هم په لاسونو کې کرښې نه لري او له همدې امله دوى د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي.

دا د دوى ميراثي مشکل دى او همدا لامل دى، چې دا کورنۍ پاسپورټ، تذکره او نور دولتي اسناد نه شي جوړولى.

د سکاى نيوز د راپور په وېنا، د ابو ساکر په نوم کس او د هغه کورنۍ په لاسونو کې کرښې يا لکيرې نه لري. په دې اړه ابو ساکر وايي، هغه او د هغه کورنۍ له ډېر وخت راهيسې له دې مشکل سره مخ دي. د هغه په وېنا، چې دادا يې د زراعت په برخه کې کار کاوه او کله يې دولتي اسنادو جوړولو ته اړتيا نه وه پېښه شوې، خو اوس دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

ابو سارکر

هغه وايي، په ٢٠٠٨ کال کې کله چې هغه د ٨ کلونو و، نو هغه وخت يې پلار امل سارکر د تذکرې جوړولو لپاره دولتي ادارې ته غوښتنليک ورکړ، خو دا هغه دا غوښتنه له دې امله رد شوه، چې د ګوتې يې فنکر پرنټس نه لري.

هغه زياتوي، په ٢٠١٠ کال کې چې کله د ډرايورۍ د لايسنس او پاسپورټ لپاره د فنګر پرنټ يا د ګوتو نښې لازمي شوې، نو زما پلار سره پرته له دې بله لار نه وه، چې د روغتون څخه يو سند واخلي او حکومت ته يې ورکړي، چې د هغه لاسونه هېڅ کرښې نه لري.

اوس د دوى د کورنۍ دا حال دى، چې ابو سارکر او د هغه ورور ان په خپل نوم د موبايل سيم کارټونه هم نه شي اخيستلى، ځکه حکومت د سيم کارټونو ثبتول هم بايومتريک کړي دي او دوى مجبوراً د خپلې مور په نوم سيم کارټونه اخيستي دي، ځکه د هغوى مور په لاسونو کې کرښې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …