کورپاڼه / روغتيا / د ناویانو لپاره نهه غوره فیس ماسکونه!

د ناویانو لپاره نهه غوره فیس ماسکونه!

د کال په شروع یاهم د کال په اخرو میاشتو کې د ودونو سیزن پیلېږي، چې په دغه مرحله کې د ناویانو او شاه ګانو لویه هیله دا وي، چې په دې ورځ دې ډېر ښکلي وبریښي. دغه راز د ژمي په موسم کې د پوستکي اړوند ستونزې هم رامنځته کېږي، خو هغه کسان چې د غوړ پوستکي لرونکي وي، دغه موسمو ورته ښه تمامېږي. ویل کېږي چې د ژمي په موسم کې هر ډول پوستکی پاملرنې او وخت ته اړتیا لري، چې پیسې پرې ورکول او بازاري توکي ورته اخیستل بېځایه او کورنۍ طریقې یې ګټورې ګڼل کېږي، چې په نتیجه کې پوستکی ښکلی کېږي او داغونه یې له منځه ځي. دغه راز د ناویانو لپاره هم لاندې فیس ماسکونه ګټور تمامېږي.

  • هغه کسان چې پوستکی یې سپور وي، پر پوستکي دې شات ولګوي، ګونځي به یې له منځه ولاړې شي او پوستکی به یې نرم شي. دغه راز شات او د کېنو اوبه سره ګډې کړئ، بیا یې تر لس دقیقو پر مخ ووهئ، پوستکی به مو نمي پیدا کړي.

۲- ویل کېږي چې د نخودو اوړه پوستکي ته نمي ورکوي او له ګونځو څخه یې ساتي. دوه کاچوغې د نخودو اوړه، یوه کاچوغه کورکمن، یوه کاچوغه شات او لږه اندازه شېدې سره ګډې کړئ، بیا نیم لېمو ور وزبېښئ. وروسته له دې یې په مخ، لاسونو او پښو ووهئ او ښه یې مساج کړئ. بیا یې له لسو دقیقو وروسته ووینځئ.

۳- یوه کاچوغه د کېنو جوس، یوه کاچوغه عادي تېل، یوه کاچوغه د زیتونو تېل، لږه اندازه د ګلابو اوبه، یوه کاچوغه د شاتو اوبه او لږ غوندې د لېمو اوبه سره ګډې کړئ او هره ورځ یې د لامبلو دمخه پخپل بدن او پوستکي ووهئ.

۴- لېمو، ګلیسرین او د ګلابو اوبه په برابره اندازه سره ګډ کړئ، بیا یې د شپې پرمهال د وېده کېدو څخه دمخه پخپل مخ ووهئ او د سهار پرمهال یې ووینځئ.

۵- د هګیو ژېړ او شات سره ګډ کړئ، بیا یې تر شلو دقیقو پرمخ کېږدئ او پر ګرمو اوبو یې ووینځئ، نو پوستکی به مو نرم او له سپوروالی به وژغورل شئ.

۶- له کېلې سره به تازه کریم ګډ کړئ او بیا به یې تر شلو دقیقو پرمخ ووهئ، نو مخ به مو له چاودېدو او سپوروالي څخه وژغورل شي.

۷- یوه کاچوغه میده شوي بادام به په دوو کاچوغو شېدو کې ګډ کړئ، بیا به یې پرمخ کېږدئ او کله چې وچ شو، نو په یخو اوبو به یې ووینځئ، نو پوستکی به مو ښکلی او تازه شي.

۸- یوه کاځره جوش او بیا یې میده کړئ او لږه اندازه شات به ورګډ کړئ، بیا به پرمخ تر ۱۵ دقیقو پرېږدئ، نو پوستکی به مو د یخ له اغېزو وساتل شي.

۹- پنځه یا شپږ غټې کاچوغې خامې شېدې به له دوو غټو کاچوغو شاتو سره ګډ کړئ او بیا به یې پخپل مخ او غاړه ووهئ او له ۲۰ دقیقو وروسته به یې ووینځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …