روغتیایي کارپوهان وایي چې د وینې د فشار د کمولو لپاره باید هره ورځ د غرمې پرمهال خوب وکړو. دوی وایي چې د غرمې پرمهال په لږه اندازه خوب کول د وینې فشار عادي حالت ته راوستلی شي او په همدې توګه د زړه د حملې خطر کمولی شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې له یوې څېړنې وروسته ثابته شوې ده، چې په ورځني ډول هره غرمه تر یو ساعت یاهم له یو ساعت څخه ډېر خوب د وینې د فشار په کمولو کې له درملو څخه ډېر مرستندویه او ګټور تمامېدلی شي. د یونان هیواد د روغتیایې کارپوهانو لخوا د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل شوي دي، د غرمې پرمهال په لږه اندازه خوب د وینې فشار کموي، چې بیا یې په سبب د درملو کارولو ته هم ډېره اړتیا نه لېدل کېږي.
روغتیایي کارپوهان زیاتوي، چې د غرمې پرمهال د خوب کولو عادت د وینې د فشار خطر څلور سلنه راکموي. څېړونکي وایي، که څه هم دغه اندازه دومره ډېره نه ښکاري، خو د وینې په فشار کې په لږه کچه کمښت هم د زړه د حملې او د فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو په خطر کې لس سلنه کموالی رامنځه کولی شي.
دغه راز د څېړنې له مخې دا هم ویل شوي دي، هغه کسان چې د غرمې پر خوب عادت وي، د وینې د لوړ فشار په پایله کې د وینې د شیریانونو او د زړه له زیانونو سره کم مخ کېږي. څېړنه زیاتوي، چې د غرمې سره سره د شپې پرمهال مناسب خوب هم د روغتیا له پلوه ډېر ګټور تمامېږي.
بله خوا د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د غرمې پرمهال لږ خوب د ذهني وړتیاوو د ډېرېدو سبب کېږي او د ژور خپګان یاهم د ډیېریشن په مخنیوي کې ګټور تمامېږي. دغه راز ترټولو مهمه خبره یې دا چې دغه ډول خوب ته په عربي کې قیلوله وایې، چې یو سنت عمل هم دی.