کورپاڼه / بېلا بېل / په ۲۰۲۰ کال کې د حیواناتو ۳۱ ډولونه له منځه تللي دي

په ۲۰۲۰ کال کې د حیواناتو ۳۱ ډولونه له منځه تللي دي

د ژوندیو حیواناتو د ډولونو د ساتنې نړیوالې ادارې په ۲۰۲۰ کال کې د له منځه تللو حیواناتو په اړه تفصیلات خپاره کړي دي.

د طبیعت د بدلون د نړیوالې اتحادیې د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې روانه میاشت یې په (سور لیست) کې د بدلون له راوستلو څخه وروسته ۳۱ ځنګلي حیوانات له منځه تللي ګڼلي دي، چې په دې لیست کې د کبانو، شارک او د چونګښو ډېر ډولونه شامل دي.

د IUCN د نړیوالو مشخصاتو د پروګرام له مخې ویل کېږي، چې په ټوله نړۍ ۱۲۸۹۱۸ ډوله حیوانات موندل شوي، چې په دې کې یې د ۳۵۷۶۵ ډوله حیوانات د له منځه تللو له خطر سره مخ دي.

هغه حیوانات چې د له منځه تللو وېره یې موجوده ده، هغه حیوانات دي، چې په تازه اوبو او په بوټو یاهم په ونو کې ژوند کوي او په دې لیست کې ۴۵ سلنه تي لرونکي حیوانات، ۴۰ سلنه هغه حیوانات چې په وچه او اوبو کې ژوند کوي، ۱۴ سلنه یې الوتونکي، ۳۳ سلنه د شارک ډولونه او ۳۳ سلنه د مېږیانو ډولونه شامل دي.

د IUCN د لیست له مخې لوسټ شارک، د تازه اوبو د کبانو ۱۷ ډولونه او په منځنۍ امریکا کې درې ډوله چونګښې له منځه تللي او ۲۲ ډولونه یې د له منځه تللو له خطر سره مخ دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې په تازه اوبو کې موندونکو د ډولفن کبانو ټول ډولونه به یې له منځه ولاړ شي، خو د اروپا په ځنګلونو کې موندونکې د مېښې ډول (بسن بوناسس) به روان کال یو څه محفوظه پاتې شي، یعنې له منځه به ولاړ نه شي.

راپور زیاتوي چې د حیواناتو د له منځه تللو دغه سلسله ستونزمن حالت هم خپلولی شي. خو یاده دې وي چې تېر کال د همدې ادارې د راپور مخې ویل کېدل، چې د نړۍ له مخې به ۱۴۸۰ ډوله حیوانات او نباتات له منځه ولاړ شي

دا هم ولولئ

د روغتيا وزير

د کورونا وطنۍ درملنه؛ د روغتيا وزير زهر لرونکي درمل وڅښل

د کرغزستان د روغتيا وزير د خبري ناستې پر مهال د بوټو څخه جوړ شوي …