کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو بدرنګه یا بد شکله ګل

د نړۍ تر ټولو بدرنګه یا بد شکله ګل

ویل کېږي چې د (ارکډ) په نوم ګل د خپلې ښکلا په سبب یو ځانګړی نوم، شهرت او مقام لري، خو دغه بدرنګه ګل د ارکډ له ګل څخه بالکل مختلف دي. راپورونه وایي چې ساینسپوهانو د مډغاسکر په ځنګلونو کې یو داسې ګل موندلی دی، چې د لېرې څخه داسې برېښي لکه یو مار چې خپله خوله خلاصه یاهم وازه نېولي وي. دغه راز دا ګل چې ډېر حیرانوونکی او جالب جوړښت لري، نو په همدې سبب یې د نړۍ بدرنګه یا بد شکله ګل هم بولي.

ویل کېږي چې دغه بدرنګه ګل د ارکډ (Orchid) د لویې کورنۍ سره اړیکه لري، چې له اوه سوه څخه زیات جنسونه او شاوخوا اته ویشت زره ډولونه لري. خو یاده دې وي، چې د ارکډ ګلونه په ټوله نړۍ د خپلې ښکلا او ښایسته له مخې یو ځانګړی مقام او شهرت لري، خو دغه بدرنګه ګل بیا یو څه مختلف دی، یعنې ذکر شوی ګل د بدرنګوالی له مخې شاید شهرت ومومي.

راپورونو زیاتوي چې د ارکډ د کورنۍ دغه نوي ډول ته یې Gastrodia agnicellus نوم ورکړی دی، چې په اصل کې یو وړوکی بوټی دی، پاڼې نه لري، خو تنه یې لکه د یوې خلاصې نلکې په څېر ښکاري، د بوټي رنګ یې زنګو وهلی خړ دی، چې ډېر بد ښکاري. دغه راز ذکر شوی بوټی د خپل عمر ډېره برخه د ځمکې لاندې تېروي او هغه وخت د ځمکې پر مخ څرګندېږي، چې کله هم ګل یا غوټۍ کوي.

بله خوا ویل کېږي چې له دې څخه دمخه هم د اندونیزیا په ځنګلونو کې د نړۍ ترټولو غټ او بدرنګه ګل موندل شوی و. د راپور له مخې ویل کېږي، موندل شوی ریفلیشیا نومېده، چې څلور فوټه اوږدوالي لرو، پاڼې یې نه وې او په یوه اوونۍ کې دننه بېرته مړاوی کېدو. د راپور له مخې د ریفلیشیا ګل زهرجنې ځانګړتیاوې لرلې، چې بیا په همدې وجه د نړۍ بدرنګه ګل ونومول شو. دغه راز ترټولو جالبه یې دا وه، چې کله هم دغه ګل سپړل کېدو، داسې بدبویي به یې کوله لکه په غوښه چې ډېر وخت تېر شي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …