کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په دویمه ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ماته کړه

هند په دویمه ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ماته کړه

د هند لوبډلې د اسټرالیا د ۷۰ منډو هدف ډېر په اسانۍ پوره کړ او په دویمه ټېسټ لوبه کې يې بریا خپله کړه.

نن د لوبې په څلورمه ورځ اسټرالیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړې، چې یوازې ۶۹ منډې مخکېوالی يې درلود او د هند لوبډلې ته يې د ۷۰ منډو هدف وټاکه.

په دویمه پاڼۍ کې د اسټرالیا لپاره کیمرون ګرین ۴۵ او میتیو ويډ ۴۰ منډې وکړې.

د هند له لوري محمد سراج ۳، جسپریت بومرا، روي چندرن اشوین او رویندرا جډیجا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

هند د ۷۰ منډو هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ منډو په توپیر يې بریا خپله کړه.

د یادولو وړ ده چې اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۵ او هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۶ منډې کړې وې.

اجینکی ریهانی چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې سلیزه وهلې وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا بریا خپله کړې وه.

د هند او اسټرالیا ترمنځ دریمه ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ۷مه نېټه په سډني کې پیل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان له ټېسټ وروسته د شل اوریزو لوبو لړۍ کې هم سویلي افریقا ماته کړه

پاکستان د درې نړیوالو شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې …