کورپاڼه / جالب / د واده د کليزې په ورځ خاوند د ښځې لپاره په سپوږمۍ کې ځمکه واخيسته
د واده کليزه

د واده د کليزې په ورځ خاوند د ښځې لپاره په سپوږمۍ کې ځمکه واخيسته

په هند کې يو سړي د خپلې واده د کليزې په ورځ د ښځې لپاره په سپوږمۍ کې ځمکه واخيسته او د کليزې په ورځ يې هغې ته د ډالۍ په توګه ورکړه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اجمير ښار اوسېدونکي درميندر اجينا خپلې ښځې سپنا اجينا ته د واده د کليزې په ورځ په سپوږمۍ کې د يو کور ځمکه په ډالۍ کې ورکړه.

د درميندر اجينا په وېنا، په نړۍ کې موټرې او طلا خو هر څوک په ډالۍ کې ورکوي، خو ما لږ ځانګړى فکر وکړ او د هغې لپاره مې په سپوږمۍ کې ځمکه واخيسته.

هغه په دې د خوشحالۍ څرګندونه هم وکړه او وې ويل، چې ښايي په راجستان کې زه يوازينى سړى يم، چې په سپوږمۍ کې يې د ځمکې يوه کوچنۍ ټوټه اخيستې ده.

بل خوا د دغه سړي ښځه وايي، چې ما هېڅ کله هم د دومره ګرانبيه ډالۍ هيله نه وه کړې، هغه وايي، دا داسې ځانګړې ډالۍ ده چې په دې دنيا کې هېڅ شته هم نه.

هغه زياتوي، زه ډېره خوشحاله يم، زموږ د واده د کليزې پروګرام هم په داسې ځانګړي ډول جوړ شوى و، چې ما فکر کاوه، په رښتيا هم په سپوږمۍ کې يم.

دغه ښځې رسنيو ته وويل، په دې پروګرام کې زما خاوند د هغه ځمکې کاغذونه، چې په سپوږمۍ کې يې اخيستې ده، ماته د ډالۍ په توګه راکړل.

دغه سړى وايي، چې د نيويارک د يو شرکت په مرسته يې په سپوږمۍ کې ځمکه اخيستې ده، چې د دې ځمکې اخيستو کې يو کال وخت ولګېده.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …