کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي جايزې په ګټلو په پاکستاني رسنيو، لوبغاړو او مينه والو اور بل شوى

د راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي جايزې په ګټلو په پاکستاني رسنيو، لوبغاړو او مينه والو اور بل شوى

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د شل اوريزو لوبو د لسيزې غوره جايزه وګټله، چې دې کار په پاکستاني رسنيو، پاکستاني لوبغاړو او همدا راز د کرکټ په مينه والو اور بل کړى دى.

يو شمېر پاکستاني رسنيو په خپلو راپورونو کې د اى سي سي جايزې يوه ټوکه ګڼلې ده او راشد خان يې د دې وړ نه دى ګڼلى، چې بايد د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه ورته ورکړل شي.

راشد خان او پاکستاني رسنۍ

دوى خپله کرکه نه يوازې په خپلو راپورونو کې څرګنده کړې ده، بلکې د کرکټ مينه والو باندې يې هم په دې خبره اور بل شوى دى، چې ولې کوم پاکستاني لوبغاړي د اى سي سي جايزه ونه ګټله او نه هم کوم پاکستانى لوبغاړى د اسي سي د لسيزو په غوره لوبډلو کې ځاى پېدا کړ.

همدا راز د پاکستان يو شمېر پخواني کرکټرانو هم په اى سي سي نيوکې کړې دي او که څه هم د راشد خان نوم يې نه دى ياد کړى، خو د اى سي سي د لسيزې غوره لوبډلې او د لسيزو جايزو په اړه يې خپله کرکه څرګنده کړې ده.

راشد خان او پاکستاني رسنۍ ٢

د اى سي سي له لوري چې په پنځه بڼو (نارينه او ښځينه کرکټ) کې د لسيزې غوره لوبډلې اعلان شوې دي، په دې ټولو لوبډلو کې هېڅ پاکستاني هم ځاى نه دى موندلى، همدا راز راشد خان بيا د شل اوريزو لوبو د لسيزې په غوره لوبډله کې راغلى دى.

د دې تر څنګ راشد خان د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې ده او دا هغه څه دي، چې پاکستاني رسنۍ، پاکستاني لوبغاړي او د کرکټ پاکستاني مينه وال يې نه شي برداشت کولاى.

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز؛ د افغانستان تر ټولو فيټ لوبغاړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز د …