ویل کېږي هغه ځوانان چې ډېر زیات نامناسبه خواړه استعمالوي، خوب یې په ناوړه توګه اغېزمن کېدلی شي. د روغتیایي راپورونو د ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د کوینزلینډ په پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ثابته شوې، چې په ډېره اندازه نامباسبه خواړه په ځوانانو کې د خوب اړوند ستونزې رامنځته کولی شي.
د ذکر شوي پوهنتون استاد اسد خان وایي، چې د نامناسبو خوړو د استعمال عادت او د ذهني فشار په سبب د خوب د ستونزو ترمنځ د اړیکو د موندلو لپاره په نړیواله سطحه دغه لومړنۍ څېړنه ده، چې د ۶۴ هیوادونو د لېسو زده کوونکي پکې شامل دي.
د څېړنې له مخې ولېدل شول، هغه ځوانان چې له یخو څښاکو څخه ډېره ګټه اخلي، د بې خوبۍ ستونزې یې هم ډېرې وي. یعنې هغه ځوانان چې په ورځني ډول درې ځلې له یخو څښاکو څخه ګټه اخلي، د خوب پرمهال یې د نا آرامۍ ستونزې له ۵۵ سلنو څخه ډېرې وي. دغه راز هغه کسان چې په اوونۍ کې له څلورو ورځو څخه زیات نامناسبه خواړه استعمالوي، د خوب پرمهال یې د نا آرامۍ ستونزې ۵۵ سلنه د هغه کسانو په پرتله ډېرې وي، چې په اوونۍ کې یو ځل نامناسبه خواړه کاروي.
ډاکتر اسد خان وایي، هغه هیوادونه چې حاصلات یې کم وي، د ځوانانو د خوب ستونزې یې د نامناسبو خوړو په سبب وي، یعنې دوی په اوونۍ کې پنځه ورځې نامناسب خواړه کاروي، چې بیا د بې خوبۍ په څېر له ستونزو سره مخ کېږي. دغه راز هغه هیوادونه چې حاصلات یې ډېر وي، د خوب د اړوندو ستونزو سطحه یې نوره هم زیاته وي.
نوموړې وایي، چې د خوب پرمهال نا آرامي د ځوانانو د دماغي وړتیاوو د اغېزمنېدو سبب کېدلی شي، نو پکار ده چې په دې اړوند مناسبو خوړو ته لومړیتوب ورکړو او د نامناسبو خوړو له زیان څخه ځانونه وساتو.
یاده دې چې نامناسبه خواړه هغه خواړه دي، چې کالوري یې ډېره وي، د شکر او غوړو اندازه یې زیاته وي او په لږه اندازه یاهم له ویټامینونو او معدني توکو بې برخې وي.