کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د پستې خوراک مه هېروئ
پسته

د ژمي په موسم کې د پستې خوراک مه هېروئ

دا چې د ژمي موسم رارسېدلی او ټول هیواد یې تر اغېز لاندې راغلی، ورسره څنګ کې د وچو مېوو سیزن هم پیل شوی دی، چې په ډېرو خوږو خوراکي توکو کې هم استعمالېږي. ویل کېږي چې په وچو مېوو کې په ډېره اندازه غوړي او کالوري شتون لري، نو که چېرته په مناسبه اندازه وکارېږي؛ ډېر ګټور تمامېدلی شي. راځئ چې نن ورځ د ژمي په موسم کې د پستې د استعمال حیرانوونکې ګټې ولولو.

لږه کالوري:

که چېرته غواړئ چې د ژمي په موسم کې خپله کالوري کمه کړئ، د پستې له استعمال څخه ګټه پورته کړئ.
ویل کېږي که چېرته د کالورۍ په سبب پریشانه یئ، نو د پستې په ۵۰ دانو کې یوازې ۱۵۹ کالوري موندل کېږي. نو دا خبره هم غلطه شوه، چې پسته د چاغښت سبب کېږي.

د انټي اکسایدو سرچینه ده:

ویل کېږي چې د پستې په جوړښت کې هر ډول انټي اکساید شتون لري، چې بیا همدا انټي اکساید د سرطان او د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د بدن پروټین پوره کوي:

هغه کسان چې غوښه نه خوري او غواړي چې پروټین یې پوره شي؛ پسته ورته ګټوره تمامېږي. ویل کېږي چې په یوه دانه پسته کې ۲۱ سلنه پروټین موجود وي.

د سرطان مخنیوی کوي:

د ۲۰۱۷ کال د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده، چې پسته د فایبر په سبب د کولمو د سرطان په مخنیوی کې بیخي ګټوره تمامېږي.

د سترګو لپاره:

ویل کېږي چې د پستې دوه ډوله انټي اکساید (لیوټین او زی ایکسینتن) د سترګو اړوند له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د شکر مخنیوی کوي:

د یوې تجربې له مخې هغه خواړه چې د شکر اندازه ډېروي د پستې سره یو ځای وکارول شو، چې په پایله کې د شکر اندازه هم پورته نه شوه. د روغتیایې کارپوهانو په نظر هغه کسان چې په منظم ډول سره له پستې څخه استفاده کوي، د شکر اندازه یې برابره وي.

د کولمو ساتنه کوي:

لکه څنګه چې پسته د فایبرو لرونکې ده، نو په همدې سبب د هاضمې سیستم او د کولمو د ښه والي لامل ګرځي. دغه راز د قبض مخنیوي او په معده کې د ګټورو بکټریاوو د ډېرو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …