کورپاڼه / د لوبو راپورونه / محمد نبي ښه لوبه وکړه، خو لوبډله يې بيا هم بريالۍ نه شوه
محمد نبي

محمد نبي ښه لوبه وکړه، خو لوبډله يې بيا هم بريالۍ نه شوه

د بيګ باش په نننۍ لوبه کې محمد نبي ښه توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، خو ميلبورن رينيګاډز بيا هم بريا خپله نه کړه او څلورمه ماته يې په نصيب شوه، چې سډني سيکسرز په ٢ ويکټو بريا خپله کړه.

د بيګ باش ليګ ١٨مه لوبه په کرارا کې د ميلبورن رينيګاډز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ميلبورن رينيګاډز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ميلبورن رينيګاډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې شان مارش ٦٧، ارون فنچ ٣٩، محمد نبي او سم هارپر ١٨-١٨ منډې ترلاسه کړې.

د سډني سيکسرز له لوري ډينيل کريسچين او کارلوس بريتويټ ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٦٩ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٢ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري جوش پيليپ ٤٨، جېسن هولډر ٣٣ ناسوځېدلې او جورډن سلک ٣١ منډې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري محمد نبي په ٢ اورونو کې ١١ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځو، همدا راز عماد وسيم او کين ريچارډسن هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جېسن هولډر ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې دا د ميلبورن رينيګاډز پنځمه لوبه وه چې څلورمه ماتې يې وخوړه او د سډني سيکسرز بيا پنځمه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله کړه او د ١٦ نومرو سره د جدول سر ته لاړه.

په نننۍ لوبه کې نور احمد ته چانس نه و ورکړل شوى.

د بيګ باش ليګ ١٩مه لوبه د سډني تنډر او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …