ویل کېږي ګاځرې او چغندر د ژمي د موسم له غوره خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي، چې ګاځرې یې د بیټا کیروټین په سبب د سترګو لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي او چغندر چې د فایبر، فولیټ، میګنیزیم، پوتاشیم، اوسپنې او د ویټامین سي یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي، د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي. دغه راز که چېرته د ګاځرو او چغندرو د جوسو خبره کوو، نو وایو چې د ګاځرو جوس د غذایي توکو څخه ډک ګڼل کېږي، چې بیا د ډېرو خطرناکو ناروغیو مخنیوی هم کوي.
- د ګاځرو جوس په زیاته اندازه ویټامین ای لري، چې د سترګو، ځیګر، پوستکي، هډوکو او غاښونو لپاره اړین وي. سربېره پر دې ویټامین سي، ویټامین بي، ویټامین ایي، ویټامین ډي، پروټینونه، پوتاشیم، کلسیم، اوسپنه، کاپر او نور ضروري توکي هم لري.
-
د چغندر جوس د روغتیا لپاره بې شمېر ګټې لري، چې د وینې په ښه والي، د ټیټ فشار او ورزش په ښه والي کې د اضافه کېدو سبب کېږي.
روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته د ګاځرو په جوسو کې په لږه اندازه چغندر او مڼه هم شامله شي، ګټې یې نورې هم ډېرېدلی شي، چې ځینې یې په لاندې توګه بیانوو.
- د ګاځرو او چغندرو د جوسو په استعمال سره د وینې سره کرویات ډېرېږي.
- د وینې د لوړ فشار څخه مخنیوی کوي.
- د سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی کوي او په مسلسله توګه یې استعمال د سرطان ناروغي له منځه وړي.
- د ځیګر، ګردو او د ینې ساتنه کوي او د (السر) په نوم د ناروغۍ مخنیوی کوي.
- د سږو د قوت سبب کېږي او دفاعي سیستم ځواکمنوي.
- د سترګو د دید لپاره ګټور تمامېږي.
- د قبض مخنیوی کوي او بد هضمي له منځه وړي.
- سوخت ختموي او د پوستکي د ښکلا سبب ګرځي.
- د بدن اضافي او زهرجن توکي او غوړ خارجوي او د ځیګر په پاکوالي کې مهم رول لري.