کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ایل جي داسې ځانګړی یخچال جوړ کړی چې حېران به مو کړي

ایل جي داسې ځانګړی یخچال جوړ کړی چې حېران به مو کړي

د غږ څخه کنټرولېدونکي یخچالونه خو له مخکې جوړ شوي دي، خو مشهور شرکت ایل جي ورته اوس یوه نوې بڼه ورکړې ده.

د سویلي کوریا دې مشهور شرکت د انسټا ویو ۲۰۲۱ یخچالونه بازار ته وړاندې کړي دي، چې د یخچال دروازه د غږ سره خلاصېږي او بندول کېږي

دا یخچالونه دا ځانګړنه لري، چې کله ستاسې په لاسونو کې سامان وي، د یخچال دروازه پخپله خلاصېږي، چې په دې کار سره تاسې له وبايي ناروغیو نه بچ پاتې کېږئ او کوم ویروس چې د یخچال په دروازو پورې لګېدلی وي، ستاسو بدن ته نه انتقالېږي.

دغه راز په دې یخچالونو کې پر نویو ځانګړنو سربېره، پخوانۍ ځانګړنې هم شته، چې د دې یخچالونو ارزښت یې نور هم ډېر کړی دی.

د غږ په وسیله معلومولی شئ، چې د دې یخچال د اوبو او د واورې خانې څومره اندازه یخې دي او دا معلومات هم کولی شئ، چې یخچال په ټوله ورځ کې څومره حرارت سره شیان یخولی او مایعات په واوره بدلولی شي.

په دغه نوي ماډل یخچال کې داسې انفیکشنې استعمال شوې دي، چې له کبله یې په یخچال کې ویروس نه پاتې کېږياو د دې امکان ډېر کم دی، چې په یخچال کې ایښو خواړو کې دې ویروس ولوېږي.

د دې یخچالونو جوړوونکي شرکت تراوسه پورې د دې یخچالونو د بیې په اړه څه نه دي ويلي او دا اعلان یې هم نه دی کړی، چې په کوم تاریخ به یاد یخچالونه بازار ته وړاندې شي او خلک به وشي کولی چې د استعمال لپاره یې واخلي.

ويل کېږي چې د دغو یخچالونو جوړوونکی شرکت به د نوي کال په جنوري میاشت کې، په لاس ویګاس کې د (سي ای ایس) په نوم د ټکنالوژیکي وسایلو په نندارتون کې د دې یخچالونو په اړه پوره معلومات له خلکو سره شریک کړي او نندارې ته به یې وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …