ویل کېږي چې د زیتونو تېل د زیتونو له مېوې څخه ایستل کېږي او د زیتونو ونه د لومړي ځل لپاره په روم کې موندل شوې وه، چې بیا یې کښت ټولې نړۍ ته خپور شو. د زیتونو تېل د روغتیا او ښکلا لپاره ډېر ګټور تمامېږي، چې ځینې ګټې یې په لاندې ډول لولو:
د زیتونو تېل د روغتیایې غوړیو سرچینه:
ویل کېږي چې د زیتونو په خالصو تېلو کې مونوونسریټډ په نوم غوړ شتون لري، چې بیا دغه غوړ په بدن کې نه جمع کېږي.
د چاغښت لپاره:
د زیتونو د تېلو یوه ګټه داده چې حجرې او هورمونونه ماتوي، چې په پایله کې د بدن وازده کموي.
انټي اکسایدي ځانګړتیاوې:
انټي اکسایدي ځانګړتیاوې د همیشنیو ناروغیو او د سرطان د خطر مخنیوی کوي. دغه راز په سوخت او د زړه په ناروغیو کې ګټور تمامېږي.
د کلیسټرول پر وړاندې مزاحمت کوي:
د زیتونو تېل د مونوسولیټریډ د وازدو کچه کموي او ذکر شوې وازده په شیریانونو کې کلیسټرول راټولوي. دغه راز د وینې فشار کموي او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
د زړه د روغتیا ساتنه کوي:
د زیتونو تېل د رګونو په قوي کولو کې ګټور وي، وینه له درېدنې ساتي، لوړ فشار کموي او په عموم کې د زړه د ناروغیو ساتنه کوي.
سوخت:
ویل کېږي چې د زیتونو په تېلو کې داسې غذایي توکي شامل وي، چې د میکروبونو پر وړاندې جنګېږي.
د فلج مخنیوی کوي:
له ډېرو زیاتو څېړنو څخه معلومه شوې، چې د زیتونو تېل د فلج د ناروغیو د خطر مخنیوی کوي.
د شکر مخنیوی کوي:
د زیتونو تېل داسې ځانګړتیاوې لري، چې د شکر مخنیوی کوي، د چاغښت او حافظې اړوند ستونزې حلوي او د پوستکي د ښکلا سبب کېږي.
د بندونو له درد څخه مو ژغوري:
د زیتونو تېل د بندونو له درد څخه مخنیوي کوي، نو ددې لپاره باید خپل بندونو د زیتونو په تېلو مالش کړو.
د میکروبونو ضد واقع کېږي:
د زیتونو په تېلو کې ډېر داسې غذایي توکي شتون لري، چې د میکروبونو په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي.
د قبض مخنیوی کوي:
د زیتونو د تېلو یوه ګټه دا هم په ګوته شوې، چې قبض د مخنیوی وړتیا لري.
پوستکی ښه ساتي:
ویل کېږي چې د زیتونو د تېلو په مالش سره پوستکی ښه والی مومي او مړې شوې حجرې یې له منځه وړي.
غاښونه سپینوي:
ویل کېږي که چېرته یو څاڅکی د زیتونو تېل د غاښونو له کریم سره ګډ شي، نو د غاښونو په سپینولو کې ګټور تمامېدلی شي.
د زیتونو د تېلو تاوانونه:
لکه څنګه چې د زیتونو تېل ډېرې مختلفې ګټې لري، همدغسې ځینې تاوانونه هم لري، چې په لاندې ډول یې بیانوو:
حساسیت:
ځینې داسې کسان هم شته دی، چې د زیتونو له تېلو سره حساسیت لري، په ځانګړې توګه دغه حساسیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې کله په پوستکي ووهل شي.
د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره:
د نوو زېږېدلو ماشومانو په پوستکي د زیتونو د تېلو پرځای کوم بل ډول تېل ووهئ، نو ګټور به تمام شي.