کورپاڼه / روغتيا / په دې موسم کې د مالټو خوړل بېخي ګټور تمامېږي

په دې موسم کې د مالټو خوړل بېخي ګټور تمامېږي

دا خبره به ټولو اورېدلې وي، چې هره ورځ یوه مڼه وخورئ او له ډاکتر څخه ځان لېرې وساتئ، خو پوښتنه داده چې مالټه به هم ورته ګټې ولري او که څنګه؟ د پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي، چې مالټه د ډېرې لږې کالورۍ او د غذایي توکو له لحاظه ډېره غوره مېوه ده، چې د پوستکي په روغتیا او د بې شمېره ناروغیو په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

په یوه دانه مالټه کې یوازې ۸۵ کالوري شتون لري او د وازدې، کلیسټرول یاهم د سودیم کچه یې د نشت برابره ده، چې په همدې سبب ډېرې روغتیایې ګټې هم لري. دغه راز په یوه مالټه کې ۱۷۰ مختلف phytochemicals او له ۶۰ زیات فلیونویډونه لري، چې د سوخت په مخنیوي او د انټي اکسایدو په برابرولو کې ګټور ګڼل کېږي. راځئ چې نن ورځ د مالټې د ګټو په اړه دا لېکنه ولولو.

د فلج لپاره:

د امریکا د Heart Association د وینا له مخې ویل کېږي، چې په تروشو مېوو لکه مالټو کې په زیاته اندازه مرکبونه شتون لري، چې ډېر استعمال یې د فلج په خطر کې ۱۹ سلنه کموالی راولي.

د لوړ فشار لپاره:

د وینې د فشار د سطحې د کمولو لپاره د لږې مالګې یاهم د سودیم استعمالول اړین وي، دغه راز په خوړو کې د پوتاشیم کارول هم د اهمیت لرونکي ګڼل کېږي، چې بیا د فشار د را ټیټولو سربېره د مختلفو ناروغیو په سبب د مړینې خطر ۲۰ سلنه راکموي.

د سرطان لپاره:

ویل کېږي چې مالټه د ویټامین سي د ترلاسه کولو یوه غوره ذریعه ده. دغه راز د مالټې خوراک په بدن کې د هغه راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي، چې د سرطان سبب جوړېږي.

د زړه د روغتیا لپاره:

ویل کېږي چې د مالټو په جوړښت کې د فایبر، پوتاشیم، ویټامین سي او د کولینو شتون د زړه لپاره ډېر ګټور وي. دغه راز د مالګې لږ استعمال او د پوتاشیم ډېر استعمال د شیریانونو اړوند ناروغۍ لکه د زړه حمله یا د زړه د ناروغیو خطر کموي.

د شکر لپاره:

ویل کېږي چې مالټه د فایبر څخه ډکه ګڼل کېږي، چې د شکر په اول ډول ناروغانو کې د وینې د شکر کچه کموي او په دویم ډول ناروغانو کې د شکر او انسولینو په کچه کې ښه والی رامنځته کوي.

د پوستکي لپاره:

د مالټې په وسیله د ویټامین سي استعمالول پوستکی د لمر د وړانګو او د هوا له ککړتیا څخه خوندي ساتي، ګونځي کموي او په ښکلي کولو کې یې مرستندویه تمامېږي. خو یاده دې وي چې د ځینو درملو سره د مالټې خوړل خطرناک هم تمامېدلی شي، نو مخکې له دې چې په ناروغۍ کې مالټې وخورئ، له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …