کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ د ١٠١ منډو په ستر توپير پاکستان مات کړ
کين ويليمسن

نيوزيلېنډ د ١٠١ منډو په ستر توپير پاکستان مات کړ

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نيوزيلېنډ د ١٠١ منډو په ستر توپير پاکستان ته ماتې ورکړه او لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه.

دا لوبه چې د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيل شوې وه، نن د دسمبر په ٣٠مه نېټه پاى ته ورسېده.

نيوزيلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٣١ منډې کړې وې، چې کين ويليمسن ١٢٩، بي جى واټلنګ ٧٣، راس ټيلر ٧٠ او هينري نيکولس ٥٦ منډې ترلاسه کړې وې.

د پاکستان له خوا شاهين اپريدي ٤ او ياسر شاه ٣ لوبغاړي سوځولي و.

پاکستان په لومړوۍ پاڼۍ کې ٢٣٩ منډې وکړې، چې فهيم اشرف ٩١ او محمد رضوان ٧١ منډې وکړې. نيوزيلېنډ له لوري کيلي جيميسون ٣، ټيم ساوټي، ټرينټ بولټ او نيل واګنر ٢-٢ ويکټې واخيستې.

نيوزيلېنډ په دويمه پاڼۍ کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٠ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلير کړه. د دوى لپاره ټام بلنډيل ٦٤ او ټام لاتم ٥٣ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري نسيم شاه ٣ لوبغاړي وسوځول.

د ٣٧٣ منډو هدف په تعقيب پاکستان په دويمه پاڼۍ کې ٢٧١ منډې وکړې او د ١٠١ منډو په ستر توپير يې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماتې وخوړه.

د پاکستان لپاره فواد عالم ١٠٢ او محمد رضوان ٦٠ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي، ټرينټ بولټ، کيلي جيميسون، نيل واګنر او مچل سانتنر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کين ويليمسن ترلاسه کړه.

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ به دويمه ټېسټ لوبه د جنورۍ په ٣مه نېټه په کرايسټ چرچ کې پيل شي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې نيوزيلېنډ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې هم پاکستان ته په ٢-١ سره ماتې ورکړې وه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې وه.

دا هم ولولئ

هند خپل سرسخت سیال پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف کېښود

هند په لومړیو کې خپلې دوه ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې خو وروسته د …