کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د افغانستان د فرسټ کلاس لوبو مخکښ لوبغاړى ضيا اکبر ٢٣ کلن شو
ضيا الرحمان اکبر

د افغانستان د فرسټ کلاس لوبو مخکښ لوبغاړى ضيا اکبر ٢٣ کلن شو

د افغانستان د فرسټ کلاس لوبو مخکښ ورو توپ اچونکى ضيا الرحمان اکبر نن خپله ٢٣مه کليزه لمانځي. نوموړى په ١٩٩٧ کال کې د دسمبر په ٣٠مه نېټه زېږېدلى و.

ضيا الرحمان اکبر يو تکړه توپ اچونکى دى، چې په کورنيو سياليو او همدا راز شپږيزه ليګ کې ډېر ځلېدلى دى، خو هغه ته تراوسه پورې په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.

نوموړي ٢٢ فرسټ کلاس، ٢٦ ليسټ اې او ١٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په فرسټ کلاس لوبو کې ١٣٦ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه پاڼۍ کې يې د ٧٠ منډو په بدل کې ٧ او په يوه لوبه کې يې د ٧٣ منډو په بدل کې ١٢ ويکټې هم ترلاسه کړې دي او اکانومي يې ٢.٤٨ ده.

نوموړي په ليسټ اې سياليو کې بيا ٤٨ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې ښه توپ اچونه د ٢٦ منډو په بدل کې د ٥ لوبغاړو سوځول دي.

په ١٩ شل اوريزو لوبو کې هغه بيا ١٨ ويکټې اخيستي دي او په يوه لوبه کې يې د ٣٠ منډو په بدل کې ٣ ويکټې هم اخيستي دي.

ضيا الرحمان د افغانستان الف لوبډلې، افغانستان ايمرجينګ لوبډلې، افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې، امو زون، چټوګرام چېلنجرز، مس عينک اتلان، مس عينک زون او پکتيا ولايت لوبډلو لپاره لوبېدلى دى.

په وروستۍ شپږيزه کرکټ ليګ کې ضيا الرحمان اکبر د کابل بازانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې د هغه لوبډلې په شپږيزه کرکټ ليګ کې اتلولي خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ابراهيم ځدراڼ

ملي لوبغاړى ابراهيم ځدراڼ ١٩ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ نن ١٩ کلن شو، نوموړى …