کورپاڼه / خبرونه / لوبغاړو سره د کرکټ بورډ دوه ګونى چلند
احسان الله جنت او ضيا الرحمان اکبر

لوبغاړو سره د کرکټ بورډ دوه ګونى چلند

د افغانستان کرکټ بورډ تل په دې تورنېږي، چې له لوبغاړو سره دوه ګونى چلند کوي، ډېرى لوبغاړي چې د ډسپلين سترې تېروتنې يې کړې دي، هېڅ سزاوې نه دي ورکړل شوي، خو ځينې نور لوبغاړي بيا په ډېرو کوچنيو سرغړونو هم جريمه شوي دي.

د دې تر څنګ په ټولنيزو رسنيو کې هم د کرکټ بورډ له لوري د لوبغاړو سره دوه ګونى چلند کېږي.

د دې تازه پېښه د احسان الله جنت په اړه ده، دوه ورځې مخکې د احسان الله جنت کليزه وه، خو کرکټ بورډ يې په ټولنيزو رسنيو کې هېڅ پوسټ په اړه ونکړ او نن بيا د ضيا الرحمان اکبر په اړه کرکټ بورډ پوسټ وکړ او هغه ته يې مبارکي ورکړه.

کرکټ بورډ او ضيا الرحمان اکبر

احسان الله جنت چې د دسمبر په ٢٨مه نېټه ٢٣ کلن شو، د افغانستان لپاره يې ٣ ټېسټ او ١٦ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، خو ضيا الرحمان اکبر چې نن ٢٣ کلن شو، د افغانستان لپاره يې هېڅ کومه نړيوالي سيالي نه ده ترسره کړې.

احسان الله جنت په ٣ ټېسټ لوبو کې ١١٠ او ١٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣٠٧ منډې کړې دي، همدا راز ١٣ فرسټ کلاس، ٤٠ ليسټ اې او ٢٧ شل اوريزې لوبې يې هم ترسره کړې دي.

بل خوا بيا ضيا الرحمان اکبر ٢٢ فرسټ کلاس، ٢٦ ليسټ او ١٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

د ملي لوبغاړو سره د افغانستان کرکټ بورډ دوه ګونى چلند اوسنى نه دى او له ډېرو کلونو راهيسې له ځينو لوبغاړو سره داسې چلند ترسره کېږي.

د بېلګې په ډول، د ٢٠١٩ کال د شپږيزې کرکټ ليګ پر مهال شاپور ځدراڼ د لوبې نه وروسته يوازې د لوبڅار د يوې غلطې پرېکړې په اړه خبرې وکړې او وې ويل چې دا ښه ونه شو، نو هغه جريمه شو، خو په همدغه ليګ کې بيا راشد خان په لوبغالي کې دننه له لوبڅار سره شخړه وکړه، چې ريفري هم مېدان ته ورغلى و او د څو دقيقو لپاره لوبه هم درېدلې وه، خو راشد خان ته هېڅ ونه ويل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمت الله قريشي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د ګډوډۍ له امله استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ …