کورپاڼه / خبرونه / تاج ملک عالم: هر وخت تيار خوري هم خوند نه کوي
تاج ملک عالم

تاج ملک عالم: هر وخت تيار خوري هم خوند نه کوي

د افغانستان ملي لوبډلې پخواني روزونکي او د کرکټ بورډ اوسني تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم د ډوډۍ پخولو ته هم مخه کړه او د تناره په سر يې تازه اخيستل شوي عکسونه خپاره کړي دي.

تاج ملک عالم چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى او همدا راز ډېرى خلکو ته د هغوى په پوسټونو تبصرې هم کوي، تازه يې خپل نوي عکسونه خپاره کړي دي.

په دې عکسونو کې ليدل کېږي، چې تاج ملک عالم د تناره په سر ناست دى او ډوډۍ پخوي. په يو عکس کې هغه په تناره کې ډوډۍ پورې کوي، په بل عکس کې بيا ډوډۍ راوباسي او په يو عکس کې يې پخه ډوډۍ له تناره راويستې او ورته ګوري.

نوموړي له دې عکسونو سره ليکلي دي: ((کله کله کور مېرمنو سره هم مرسته پکار وي، هر وخت تيار خوري هم خوند نه کوي.))

تاج ملک عالم پوسټ

د تاج ملک عالم په دې عکسونو ډېرې جالبې تبصرې هم شوې دي او دا عکسونه يې څه کم درې زره کسانو تراوسه پورې خوښ کړي هم دي.

ځينو کسانو بيا په تناره کې هغه ډوډۍ هم ليدلې ده، چې څڅېدلې ده او خلکو ورته د همدغه ډوډۍ په اړه تبصرې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې تاج ملک عالم څو ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې ته هم يو کمنټ کړى و او هغه ته يې په کمنټ کې مشوره ورکړې وه، چې نور دې يو شريف سړى وګوري او واده دې ورسره وکړي.

د تاج ملک عالم د ګل پاڼې په عکسونه دغه تبصره په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره لاس په لاس شوې وه.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …